په کنړ ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۵:۱۱
.

 د کنړ ولایت عدلیې رياست د صفر‌المظفر د مياشتې په ۸ مه نېټه د شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستلو برنامه جوړه کړه.
د یادې برنامې په پرانیسته کې د عدلیې رياست مسؤلينو د ازموينې د شفاف والي څخه ډاډ ورکړ او ټينګار یې وکړ چې عریضه ليکونکي دې د جواز له اخیستو وروسته خپل فعاليتونه د اصولو او قوانينو په رڼا کې ترسره کړي، عریضه دې په روښانه توګه وليکي او په دې برخه کې له بشپړې امانت دارۍ او صداقت څخه کار واخلي.
په یاده ازموينه کې چې د عدليې رياست مسؤولينو، د ولایت د مقام او استيناف محمکې استازو ترې څارنه وکړه، د فعالیت جواز ۱۲ تنو غوښتونکو په کې برخه اخيستې وه.
د عدلیې وزارت په مرکز او عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې وخت په وخت د عریضه لیکنې د جواز له غوښتونکو څخه ازموينه اخلي، ترڅو وړ او با استعداد کسانو ته په قانوني او اصولي ډ‌ول جواز وویشل شي او هم د خلکو په کارونو کې آسانتياوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۵۴
Background image

د عدلیې وزیر د پنځو ولایتونو د عدلیې او کرنې له رئیسانو سره په کتنه کې د کاري چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د جمادی الآخرة د میاشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ د پکتیا، پکتیکا، غزني، خوست او لوګر ولایتونو د عدلیې او کرنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۴۵
Background image

په نيمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د جمادی‌الآخرة د مياشتې په ۸ مه نېټه د ‌شنبې په ورځ،  د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۴۰
Background image

په تېره اوونۍ کې په کابل ښار کې له ۱۸ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شوی

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، په تېره اوونۍ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ۱۸ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو. . .

BACK TO NEWS