د بغلان ولایت د عدلیې او استیناف محکمې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۶:۰
.

 د بغلان ولایت د عدلیې رئیس، مولوي امرالله مصلح او مل پلاوي د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۴مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د استیناف محکمې له رئیس، مولوي محمد صابر حنفي سره د استیناف محکمې په مقر کې د هغږۍ ناسته جوړه کړه.

په دې ناسته کې دواړو لورو په محکمو کې د عامه حقوقو قضیو ته د رسیدګۍ د همغږۍ او لومړیتوب ورکولو په هکله خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې یادو قضیو ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

دغه راز په یاده ناسته کې دواړو ادارو ترمنځ د همکاریو او همغږیو پر زیاتېدو ټینګار وشو او د دواړو ادارو مسؤولینو ډاډ ورکړ چې په دې برخه کې به لازیاتې هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۵۴
Background image

د عدلیې وزیر د پنځو ولایتونو د عدلیې او کرنې له رئیسانو سره په کتنه کې د کاري چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د جمادی الآخرة د میاشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ د پکتیا، پکتیکا، غزني، خوست او لوګر ولایتونو د عدلیې او کرنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۴۵
Background image

په نيمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د جمادی‌الآخرة د مياشتې په ۸ مه نېټه د ‌شنبې په ورځ،  د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۴۰
Background image

په تېره اوونۍ کې په کابل ښار کې له ۱۸ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شوی

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، په تېره اوونۍ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ۱۸ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو. . .

BACK TO NEWS