ميدان وردک ولایت کې د څه باندې ۷ زره جریبه ځمکې بررسي کېدل
د ميدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د روژې د مياشتې په ۲۱ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون سره جوړه شوه.
د هيئت په دې ناسته کې د ميدان وردګ ولایت بهسود ولسوالۍ د باد آسياب په دښته کې ۷۱۹۰،۶۴ جریبه ځمکه بررسي شوه او اړوندې دوسیې به یې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کميسون ته واستول شي.
همدارنګه د ياد هئيت په دې ناسته کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.
