د معاملو د لارښوونې او د عریضه لیکنې د ثبت لارښوونه

 لیک په مرکز کې د انسجام ادارې د رئیس په لاسلیک او په ولایت کې د عدلیې رئیس په لاسلیک صادرېږي جواز لیک بل شخص ته د لېږدولوپه لومړي قدم کې، غوښتونکی د انسجام ریاست عنواني چاپي عریضه وړاندې کوي د ریاست او د معاملو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د ریاست له احکام څخه وروسته، د جواز لیک غوښتونکی مکلف دی معلوماتي فورم په ټاکل شوي وخت کې،  ډک او بشپړ کړي او له هغې څخه وروسته د معاملو د لارښوونې او عریضه لیکونکو ریاست ته وړاندې کړي د جواز لیک غوښتونکی مکلف دی، له سرغړونو یا د خپلو د ژمنو له نه تر سره کولو څخه رامنځته شوي تاوان د جبران په منظور خپل شخصي غیر منقول ملکیت، د تضمین په ډول انسجام ادارې ته وړاندې کړي هغه اشخاص چې د حقوقي اهلیت لرونکي وي، کولای شي د خپل شخصي غیر منقول ملکیت د جواز لیک د غوښتونکی تضمین په توګه، انسجام ادارې ته په ضمانت ورکړي. تر تضمین لاندې غیر منقول ملکیتونه په جایزي یا قطعي بیع بل شخص ته د لېږدولو وړ نه دي او په بل مورد کې تر تضمین لاندې کېدای نه شي ، تر تضمین لاندې پیسې بل شخص ته د لېږدولو وړ نه دي او په بل مورد کې تر تضمین لاندې کېدای نه شي د انسجام اداره د ډاډ له ترلاسه کولو څخه وروسته، د (۱۰) ورځو په ترڅ کې غوښتونکی ته، جواز لیک ورکوي که چېرې د جواز لیک د اخیستلو غوښتنې د معاملو د لارښوونې ریاست له لوري رد شي، غوښتونکی کولای شي، خپل اعتراض له دلیلونو سره یو ځای په لیکلي ډول عدلیې وزیر ته وړاندې کړي د جواز لیک حق الامتیاز پنځلس زره (۱۵۰۰۰) افغانۍ دي چې د دریو کلونو لپاره ورکول کېږي جواز وړ نه وي.

د لاندې شرطونو لرونکي اشخاص، کولای شي د معاملو د لارښوونې د فعالیت جواز ترلاسه کړي:

د افغانستان تابعیت لرل.

د حقوقي اهلیت لرل.

لږ تر لږه د بکلوریا تحصیلي سند لرل.

د جنایت، اداري فساد او یا د معاملو د لارښوونې شغل پورې اړوند په جرمونو یا د واکمنې محکمې له لوري له مدني حقوقو څخه په حرمان نه محکومیت.

د معاملو د لارښوونې د قانون په (۱) ګڼه ضمیمه کې درج شوی د غیر منقول ملکیت د تضمین وړاندې کول یا د نغدې پیسې بانکي سند وړاندې کول.

لاندې اشخاص کولای نه شي د دندې د تصدي پر وخت د معاملو په لارښوونې بوخت شي:

 قاضیان، څارنوالان، د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو منسوبین، د ملي امنیت مؤظفین، د نظامي تشکیلاتو لرونکو وزارتونو او ادارو نظامي منسوبین، د ملي شورا او د ولایتي، ولسوالیو او کلیو شوراګانو غړي، د خپلواکو کمېسیونونو غړي او د ښاروالیو، تصدیو او د دولتي او مختلطو شرکتونو کارکوونکي او د ملکي خدمتونو نور کارکونکي.

مدافع وکیلان.

هغه شخص چې د قانون په حکم د دفاع له وکالت څخه ممنوع شوي وي.

د معاملو د لارښوونې قانون د (۱) فقرې په (۱ او ۲) جزونو کې درج شوي اشخاص له وظیفې څخه له تقاعد یا ګوښه کېدو څخه وروسته په هغه صورت کې چې په دې قانون کې د درج شویو شرطونو لرونکي وي، کولای شي جواز لیک تر لاسه کړي

د معاملو د لارښوونې دوراني فورم دانلود


د عریضه لیکنې د جواز د اخیستلو بهیر

په لومړی قدم کې، د جواز لیک غوښتونکی، د معاملو د لارښوونې او عریضه لیکونکو چارو ریاست عنواني چاپي عریضه وړاندې کوي د معاملو د لارښوونې او عریضه لیکونکو چارو د ریاست له احکام څخه وروسته د جواز لیک غوښتونکی د اهلیت د تثبیت پلاوي ته راجع کېږي چې د بریالي آزموینې له تېرولو څخه وروسته د جواز لیک غوښتونکی مکلف دی له اړوندو مراجعو څخه معلوماتي فورم ډک او بشپړ کړي او له هغې څخه وروسته اړوندې شعبې ته وړاندې کړي، د معاملو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو ریاست د ډاډ له ترلاسه کولو څخه وروسته د (۲) ورځو په ترڅ کې غوښتونکی ته، جواز لیک ورکوي که چېرې د جواز لیک د اخیستلو غوښتنې د معاملو د لارښوونې او عریضه لیکونکو ادارې له لوري رد شي، غوښتونکی کولای شي، خپل اعتراض له دلیلونو سره یو ځای په لیکلي ډول عدلیې وزیر ته وړاندې کړي. د عریضه لیکنې د نوی جواز لیک حق الامتیاز (۱۶۸) افغانۍ دي چې د یو کال لپاره ورکول کېږي، جواز لیک په مرکز کې د معاملو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو رئیس په لاسلیک او په ولایتونو کې د عدلیې رئیس په لاسلیک صادرېږي.

د لاندې شرطونو لرونکي اشخاص کولای شي د عریضه لیکنې د فعالیت جواز ترلاسه کړي:

د افغانستان تابعیت لرل.

د (۱۸) کلنۍ سن بشپړول.

د کافي سواد او شرعي او قانوني معلومات،لږ تر لږه د بکلوریا تحصیلي سند لرل

د عریضه لیکونکو دوراني فورم - دانلود