د مدافع وکیلانو لپاره د فعالیت د جواز وېش پېل شو

waheed
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۶ - ۹:۳۴

د مدافع وکیلانو لپاره د فعالیت د جواز د وېش بهیر د روان هجري قمري کال د ذوالحجې د میاشتې په اوومه، د چهارشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د سرپرست شیخ الحدیث مولوي صاحب عبدالحکیم شرعي او ددې وزارت د نورو مقاماتو په شتون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شو.

د عدلیې وزارت سرپرست په دې غونډه کې پخپلو پرانیستونکو خبرو کې مدافع وکیلانو لپاره د جواز د وېش له پېل خوښي څرګنده کړه او په دې بهیر کې یې له رامنځته شوي ځنډ څخه خفګان هم څرګند کړ.

هغه زیاته کړه: زیاتو دلیلونو شتون درلود چې مدافع وکیلانو لپاره د جواز د وېش په بهیر کې د ځنډ سبب شول.

هغه وویل چې د اسلامي امارت پر خلاف د رسانه یي تبلیغات، اداري کارونه او عدلیې وزارت ته د مدافع وکیلانو د ریاست لېږدونه مدافع وکیلانو ته د جواز د وېش په بهیر کې د ځنډ لامل شو.

عدلیې وزیر د رامنځته شوي ځنډ په خاطر له مدافع وکیلانو څخه بخښنه وغوښته او دا یې د مدافع وکیلانو حق وباله چې دغه بهیر باید ډېر ژر پېل شوای وای. هغه زیاته کړه چې له هغو کسانو څخه یو کس چې په دې ارزونه کې ناکام پاتې شوی وه، له عدلیې وزارت څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه چې د عدلیې وزارت لخوا ونه منل شوه.

هغه له دوو برخو سره یو طبابت او بل له مدافع وکیلانو سره واسطه او سترګې پټول ستر خیانت وباله، هغه وویل چې په طبابت کې د خلکو د ژوندانه موضوع او په وکالت کې د خلکو د حقوقو موضوع مطرح ده او په دغو دوو برخو کې غفلت یا تغافل ډېر ستر ظلم دی.

د عدلیې وزیر مدافع وکیلانو ته توصیه وکړه چې د اصولو او مقرراتو پيروي وکړي او پخپلو کارونو کې دې غفلت ونه کړي او د خلکو قضیې دې په سمه توګه پرمخ یوسي ځکه چې دا یو ډېر ستر مسئولیت دی.

په پای کې د عدلیې وزیر په یو شمېر هغو مدافع وکیلانو چې د ارزونې بهیر یې په بریالیتوب سره تېر کړی و، د فعالیت جوازلیکونه ووېشل.   

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۷ - ۱۱:۳۳
Background image

د عدليې وزارت خبرتیا; د مدافعو وکیلانو د ارزونې د بهیر د څوارلسمې دورې پېل

په ټول هیواد کې ټولو مدافعو وکیلانو ته خبرورکول کیږي د مدافعو وکیلانو ریاست د محرم الحرام د میاشتې په ۲۲ نېټه چې د زمری د میاشتې له ۲۹ نیټې سره سمون خوري د  شنبې په ورځ، د۵۰ تنو نورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د ادارې د چارو د څارني او پالیسۍ له مرستیال سره د عدلیې وزارت د مسلکي معین کتنه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت مسلکي معین شیخ صاحب عبدالکریم حیدر د روان کال د محرم الحرام میاشتې په ۱۹ نېټه د چهارشنبې په ورځ د ادارې د چارو لوی ریاست د څارنې او پالیسۍ مرستیال مولوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د مدافعو وکیلانو د ارزونې د بهیر د دیارلسمې دورې د پاېلو خبرتیا

عدلیې وزارت د مدافعو وکیلانو د ارزونې دبهیر دیارلسمه دوره د زمری په ۲۵ نېټه د سه شنبې په ورځ د ۵۱ تنو مدافعو وکیلانو په ګډون په دې وزارت کې، جوړه کړه.

د شوې ارزونې پر بنسټ له ۵۱ تنوګډو. . .

BACK TO NEWS