د غور ولایت له دریو سیمو څخه د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېټې د هیئت لیدنه

hakeem_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۳۰ - ۸:۴۵

د غور ولایت د عدليې رییس مولوي ابراهیم سلطاني د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېټې د یو هیئت په ترکیب کې د ربیع الثاني میاشت په ۲۲ نېټه د پنجشنبې په ورځ ددغه ولایت د غلمین سیمې د ګلدرې، مکتب او استیشن سیمو څخه د امارتي ځمکو د پېژندلو او تشخیص په منظور لیدنه وکړه.

د یادو سیمو  څخه لیدنه د کرنې او مالدارۍ رییس الحاج مولوي محمد نبي احمدي په مشرۍ او ددغه هېئت د غړو هر یو د عدليې رییس، د غور ولایت مستوفي، د کرنې ریاست مرستیال او ددغه ولایت د امینه قوماندانۍ د دفتر امر په ګډون  ترسره شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS