لوګر ولایت ته د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د رهبري پلاوي سفر
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ پلاوي د عدلیې وزیر، د کمېسیون رئیس او د اراضۍ او د امارتي ځمکو د استرداد وزارت وارسي کوونکي محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د جمادی الأولی د میاشتې په ۲۲ نېټه د پنجشنبې په ورځ د ځمکو د غصب اړوندو دوسیو د بررسۍ په موخه لوګر ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له مقاماتو، سیمهییزو مسؤولینو او یو شمېر اوسیدونکو سره یې وکتل او خبرې وکړې.
په دې سفر کې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر محترم مولوي عطاءالله عمري، د کور او ښار جوړلو وزیر محترم مولوي نجیب الله حیات حقاني، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت معین محترم مولوي عنایت الله شجاع، د چارو ادارې د عمومي ریاست مرستیال، د امارت د قضایاوو عمومي رئیس او د کمېسیون سکرتر محترم احسان الله وثیق او د یاد کمېسیون نورو غړو او مسؤولینو له عدلیې وزیر سره مل وو.
د کمېسیون رهبرۍ په دې سفر کې د لوګر ولایت له والي او نورو سیمهییزو مقاماتو سره یوه ناسته وکړه او په کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو امارتي ځمکو د استرداد په اړه یې بحث او خبرې وکړې. همدارنګه په یاده ناسته کې په خوښۍ ولسوالۍ کې پر کابو ٨٠٠ جریبه امارتي ځمکې د اختصاصي محکمې د فیصلې د تطبیق په اړه هم خبرې وشوې
محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په دې ناسته کې د غصب شویو امارتي ځمکو د استرداد او د فیصلو د تطبیق په برخه کې ټینګار وکړ او ویې ویل چې په دې برخه کې له تخنیکي هیئت او کمېسیون سره د سیمهییزو ادارو همکاري یوه بنسټیزه اړتیا ده.
هغه همدارنګه وویل چې د قانون له مخې کمېسیون یوازې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد مسؤولیت لري او د ځمکو د ویش واک یوازې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی ته ځانګړی دی.
هغه څرګنده کړه چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون خپلې چارې د اړوندو اصولو، قوانينو او طرزالعملونو مطابق پر مخ وړي.
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رئیس د خپلې وینا په بله برخه کې وویل چې موږ ټول شرعي نظام لپاره کار کوو او ټول امارتي مسؤولین باید په خپلو چارو کې اخلاص او صداقت ولري.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر محترم مولوي عطاءالله عمري، د اراضۍ موضوع د هېواد په کچه یوه لویه موضوع ده چې له لسیزو راهیسې ناحل پاتې شوې او په دې موده کې ډېرې اراضۍ هم غصب شوې دي. نوموړي ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د اراضۍ موضوع د حل او له غاصبینو او غیرشرعي متصرفینو څخه د امارتي ځمکو د استرداد په برخه کې مصمم دی.
په دې ناسته کې د کور او ښار جوړولو وزیر محترم مولوي نجیبالله حقاني هم خبرې وکړې او ویې ویل چې د هېواد قضایي سیستم شرعي دی او د محکمو فیصلې په ځانګړې توګه د امارتي ځمکو په برخه کې د تطبیق وړ دي.
د کمېسیون نور غړو هم په یاده ناسته کې پر امارتي ځمکو د فیصلو پر تطبیق ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د اړوندو ادارو همکاري ضروري وبلله.
له بلې خوا په یاده ناسته کې د لوګر والي محترم قاري صلاحالدین ایوبي ډاډ ورکړ چې د لوګر ولایت مقام او سیمهییزې ادارې له کمېسیون او ولایتي تخنیکي هیئت سره یې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد په برخه کې په خپل ټول توان سره همکاري کوي.
دغه راز د کمېسیون رهبرۍ د دغه سفر په ترڅ کې د لوګر ولایت له یو شمېر اوسیدونکو سره هم وکتل او د امارتي ځمکو د تثبیت او استرداد بهیر په اړه یې ورسره خبرې وکړې. په دې کتنه کې د عدلیې وزیر د لوګر ولایت خلکو ته ډاډ ورکړ چې د کمېسیون او اړوندو ځانګړو محکمو فیصلې د اسنادو او مدارکو پر اساس ترسره کېږي.
