په بلخ ولایت کې د څه باندې ۸۷۶۵ جریبه ځمکو دوسیې بررسي شوې

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۱۴:۲۳
.

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخینوي تخنیکي هیئت ناسته د شعبان د مياشتې په ۱۳ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګدون جوړه شوه.
د تخنيکي هیئت په دې ناسته کې د بلخ ولایت د مزار شریف ښار په شمال ختيځ لوري کې د شهرنو ښارګوټي د اته زره دوه سوه نهه (۸۲۰۹) جریبه ځمکې، د مزار شریف ښار په لسمه ناحيه کې د دوه سوه پنځه دېرش (۲۳۵) جریبه ځمکې، په نهر شاهي ولسوالۍ کې د څه باندې دوه سوه یو ویشت (۲۲۱) جریبه ځمکې او د چمتال ولسوالۍ په تګابي امام صاحب کلي کې د سل (۱۰۰) جریبه ځمکو دوسیې تر بحث او بررسي لاندې ونيول شوې.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادو دوسیو په اړه دې املاکي څېړنې ترسره شي.
همدارنګه په دې ناسته کې د بلخ په بیلابیلو ساحو کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسې شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۰:۲۴
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه، د روژې د مياشتې په ۱۹ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۹:۳۲
Background image

په بلخ ولایت کې د څه باندې ۹۲۶۲ جریبه ځمکو د دوسیو بررسي کېدل

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د روژې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د بلخ او نهر شاهي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۲:۱۶
Background image

په هرات ولایت کې د څه باندې ۲ زره ۶۰۰ جریبه امارتي ځمکې تشخیص

 د هرات ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د روژې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د ياد هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
تخنيکي هيئت په دې ناسته کې، د هرات. . .

BACK TO NEWS