د کار موندنې خبرتیا

hakeem_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۸ - ۱۰:۴۹
.

Publish Date

Closing Date

د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو اهدافو د تحقق او د سالمې ادارې د اصلاح  رامنځته کولو په موخه، کار اهل کار ته د سپارلو ژمن دی، د افغانستان د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د اړتیا وړ او با استعداده افرادو جلب او جذب په موخه یو بست د درېیمې (رتبې (د پښتو متنونو مصحح د) ‍۱۰) کاري ورځو لپاره د ۱۴۴۴/۶/۵ څخه تر ۱۴/۶/۱۴۴۴ پورې اعلانوي.

د دندې عنوان:

د  پښتو متنونو مصحح

بست:

۳

وزارت یا اداره:

عدلیې وزارت

اړونده څانګه:

د عدلیې وزارت/ د قانون جوړونې عمومي ریاست/ د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو  د تصدیق ریاست.

د پست ځای:

د عدلیې وزارت

د پست شمېر:

۱

راپو ورکوونکی:

د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق ریاست.

د بست کود:

۰۱۶-۰۳-۹۰-۵۰

د دندې موخه:

 له دري ژبې څخه پښتو او له پښتو ژبې څخه دري ژبې ته له منل شوو نورمونو او ستندردونو سره سم د تقنیني سندونو د متنونو سمونه.

وظیفوي واونه او مسئولیتونه:

تخصصي دندې:     

۱. د تقنیني سندونو د ژباړې په غرض د قوانینو  او فقهي اصولو په هکله هر اړخیز معلومات؛

۲. له نړیوالو نورمونو سره سم کې د تقنیني سندونو سمونه؛

۳. له دري څخه پښتو او له پښتو څخه دري متن ته  د قوانینو، مقررو، قراردادونو او کنوانسیونونو سمونه؛

۴. په رسمي جریده کې د خپرېدو په غرض له اصل سره د سندونو د ژباړل شوي متن تطبیق او سمونه؛

۵.  د پښتو ژبې په لغتونو، حقوقي او فقهي اصطلاحګانو او د لیکنې په اصولو بشپړه واکمني ؛

۶. د  دري ژبې له لغتونو، ګرامر او د لیکنې له اصولو سره بلدتیا ؛

۷. د تقنیني سندونو د تسوید په  اجرائیه کمېټه کې فعال ګډون او د نظر د ورکولو واک.

مدیریتي دندې:  

۹. د ادارې د ټاکل شوو موخو د ترلاسه کولو په منظور د ادارې له عمومي پلان سره په مطابقت کې د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان ترتیب او برابرول؛

۱۰. د قانون جوړونې او د علمي-حقوقي څېړنو د چارو د انستیتوت د عمومي رئیس له لارښوونې سره سم، په خپل وخت اجراآت؛

۱۱.  د ژباړې په برخه کې د مسلکي مشورې وړاندې کول او د اړوندې ادارې د موخو او پروګرامونو د څېړنې په کار کې د تصمیم نیول؛

۱۲. د کار په بهیر کې د ورکشاپونو او سېمینارونو  د جوړولو او د زده کړو تګلارې ته د مسلکي مهارتونو پرمختیا؛

۱۳. د هغو نورو دندو ترسره کول چې د قوانینو، مقررو او د ادارې له موخو سره سم د واکمنو مقاماتو له لوري سپارل کېږي؛

د همغږۍ دندې:

۱۴. د ادارې د مشرتابه د خبرولو په منظور د اړوندې څانګې له فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه د میاشتني، ربعوار او کلني راپور او د اړتیا په وخت کې د فوق العاده راپور وړاندې کول؛

۱۵. د چارو د ښه ترسره کولو لپاره د اړوندې ادارې له څانګو او نورو څانګو سره د اړېکې او همغږۍ رامنځته کول.  

د ګمارنې شرطونه:

د دندو دغه لایحه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د قانون د ۷، ۸ او ۳۴ مادې په پام کې نیولو سره لږ تر لږه له لاندې شرطونو او معیارونو سره ترتیبه شوې ده:   

تحصیلي څانګه:

په هېواد کې دننه یا بهر له ملی او بین المللي تحصیلي موْسسو څخه د حقوقو، شرعیاتو یا ادبیاتو له څانګو څخه په یوې کې  لږ تر لږهْ د لېسانس او یا د لوړو زده کړو وزارت په تائید په هېواد کې دننه یا بهر له دیني مدرسو څخه  د تحصیلي سند لرل، په پورته یادو شویوڅانګو کې  لوړ تحصیلي سند ته لومړیتوب ورکول کېږي.

کاري تجربه:

په هېواد کې دننه یا بهر له ملي او بین المللي موْسسو څخه په دندې پورې اړند لږ تر لږه د دوه کلنې د کاري تجربې لرل.

لازم مهارتونه:

اْ. د هېواد په رسمي ژبو (پښتو یا دري) بشپړه واکمني او له انګلیسي او عربي ژبو سره بلدتیا.

ب. په دندې پورې په اړوندو برنامو کې کمپیوتري مهارتونه.

تشویقي موارد:

اْ. د معلولیت لرونکو افرادو لپاره د معلولیت لرونکو اشخاصو د ګومارنې د کړنلارې پر بنسټ د درېیمو او څلورمو بستونو لپاره (۵) امتیازي نمرې او د لومړیو او دوه یمو بستونو لپاره (۳) امتیازي نمرې.              

یادونه:

د پورته شرطونو لرونکي معلولیت لرونکي اشخاص کولای شي په هغه صورت کې چې معلولیت یې په اداره کې د کار د  ترسره کولو خنډ نه شي، د دې بست د لاسته راوړلو لپاره  غوښتنه وکړي.        

په شرایطو برابر علاقمندان کولای شي د اعلام شوو بستونو د غوښتنلیک فورم له دغهځاي څخه ترلاسه کړي، د فورم له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونه د خپل له کارې تجربې سره په ټاکل شوي وخت د بشري سرچینو ریاست ته وسپاري.              

Related VacanciesShow all

Back to vacancies