د کابل شکردرې ولسوالۍ کې د ۴۰۰۰ جریبه غصب شوې ځمکې په اړه بررسي پیلېږي

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۷ - ۱۵:۲۰
.

د دوو تېرو ورځو په لړ کې د پروان، کابل، پنجشیر او پکتیکا ولایتونو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي هیئتونوخپل ناستې جوړې کړې.

د کابل ولایت تخنیکي هیئت پریکړه وکړه چې  په شکردرې ولسوالۍ کې د ۴۰۰۰ جریبه ځمکې د غصب په اړه څيړنه وشي او عملي کار پرې پیل شي. دغه راز په یاده ناسته کې پريکړه وشوه چې د ملاتره خیل ښارګوټي شمال او لویدیځ کې د پاتي کرنیزې ځمکي په اړه هم څېړنه وشي. دغه هیئت راتلونکې سه شنبه د هیئت عملي کار د غصب شوو ځمکو د تصفیې او تثبیت په منظور بګرامۍ ولسوالۍ کې پیلوي.

1

د پروان ولایت تخنیکي هیئت ناسته کې پریکړه وشوه چې له ټولو ادارو څخه د غصب شوو ځمکو او غاصبانو په اړه معلومات وغوښتل شي. دغه راز پریکړه وشوه چې یاد هیئت په بګرام ولسوالۍ کې د خم کلان سیمې له غصب شوو ځمکو څخه لیدنه وکړي. په دغې ناسته کې د نظامې قطعې، د غصب شوو ځمکو سندونو او د  عمل پلان د ترتیب په اړه تصمیم نیول شوی او د ناستو غړو ته مشخصې دندې وسپارل شوې.

..

د پنجشیر ولایت تخنیکي هیئت ناسته کې پریکړه وشوه چې کاري تمرکز پر شتل ولسوالۍ زیات شي او نږدې ۳۰۰ جریبه غصب شوې ځمکه  چې هوټلونو او نور تاسیسات په کې شامل دي استرداد شي. دغه راز پریکړه وشوه چې تخنیکي ټیم شتل ولسوالۍ ته سفر وکړي او معلومات یې راټول او له سیمه ییزو خلکو سره دې همغږي وکړي ترڅو د تخنیکي هیئت د سفر زمینه برابره شي.

د  پکتیکا ولایت تخنیکي هیئت ناسته کې ددغه ولایت مرکز او ولسوالیو کې د غصب شوو ځمکو د تثبیت او تشخیص په منظور یو ۱۱ کسيزه کمېټه توظیفه شوه. دغه راز د اندړو او تاروخیلو قومونو ترمنځ د یو اندازې ځمکې په سر شخړې بررسې شوې او له مشرانو څخه یې سندونه وغوښتل شول او پریکړه وشوه چې تر هغه مهال چې یاد سندونه د هیئت لخوا بررسي کیږي، د شخړي لاندې ځمکې باندې هیڅ لوری د تصرف حق نه لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۱۲:۵
Background image

د میدان وردک ولایت د عدلیې ریاست د اداري ناستې جوړیدل

د میدان وردک ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د جمادي الاول میاشتې په ۱۲ نېټې د یکشنبې په ورځ د میدان وردک ولایت د عدلیې رئیس مولوي مطیع الحق عثمان په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۱۲:۰
Background image

په بدخشان ولایت کې څه باندې د ۱۴۰۰ جریبه امارتي ځمکې استرداد

د بدخشان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د جمادي الاول د میاشتې په ۱۲ نېټې د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۱۱:۴۷
Background image

د ختیځ زون ولایتونو د عدلیې ریاستونو مسلکي غړو لپاره د شپږ ورځني زده کړییز سیمینار جوړول

د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د زده کړو او ظرفیت لوړولو آمریت، د جمادي الاول میاشتې په ۱۱ نېټې د شنبې په ورځ د ختیځ زون ولایتونو د عدلیې ریاستونو مسلکي غړو لپاره شپږ ورځنی زده کړییز. . .

BACK TO NEWS