د معاملو د لارښوونې او د عریضه لیکنې د ثبت لارښوونه
لیک په مرکز کې د انسجام ادارې د رئیس په لاسلیک او په ولایت کې د عدلیې رئیس په لاسلیک صادرېږي جواز لیک بل شخص ته د لېږدولوپه لومړي قدم کې، غوښتونکی د انسجام ریاست عنواني چاپي عریضه وړاندې کوي د ریاست او د معاملو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د ریاست له احکام څخه وروسته، د جواز لیک غوښتونکی مکلف دی معلوماتي فورم په ټاکل شوي وخت کې، ډک او بشپړ کړي او له هغې څخه وروسته د معاملو د لارښوونې او عریضه لیکونکو ریاست ته وړاندې کړي د جواز لیک غوښتونکی مکلف دی، له سرغړونو یا د خپلو د ژمنو له نه تر سره کولو څخه رامنځته شوي تاوان د جبران په منظور خپل شخصي غیر منقول ملکیت، د تضمین په ډول انسجام ادارې ته وړاندې کړي هغه اشخاص چې د حقوقي اهلیت لرونکي وي، کولای شي د خپل شخصي غیر منقول ملکیت د جواز لیک د غوښتونکی تضمین په توګه، انسجام ادارې ته په ضمانت ورکړي. تر تضمین لاندې غیر منقول ملکیتونه په جایزي یا قطعي بیع بل شخص ته د لېږدولو وړ نه دي او په بل مورد کې تر تضمین لاندې کېدای نه شي ، تر تضمین لاندې پیسې بل شخص ته د لېږدولو وړ نه دي او په بل مورد کې تر تضمین لاندې کېدای نه شي د انسجام اداره د ډاډ له ترلاسه کولو څخه وروسته، د (۱۰) ورځو په ترڅ کې غوښتونکی ته، جواز لیک ورکوي که چېرې د جواز لیک د اخیستلو غوښتنې د معاملو د لارښوونې ریاست له لوري رد شي، غوښتونکی کولای شي، خپل اعتراض له دلیلونو سره یو ځای په لیکلي ډول عدلیې وزیر ته وړاندې کړي د جواز لیک حق الامتیاز پنځلس زره (۱۵۰۰۰) افغانۍ دي چې د دریو کلونو لپاره ورکول کېږي جواز وړ نه وي.
د لاندې شرطونو لرونکي اشخاص، کولای شي د معاملو د لارښوونې د فعالیت جواز ترلاسه کړي:
د افغانستان تابعیت لرل.
د حقوقي اهلیت لرل.
لږ تر لږه د بکلوریا تحصیلي سند لرل.
د جنایت، اداري فساد او یا د معاملو د لارښوونې شغل پورې اړوند په جرمونو یا د واکمنې محکمې له لوري له مدني حقوقو څخه په حرمان نه محکومیت.
د معاملو د لارښوونې د قانون په (۱) ګڼه ضمیمه کې درج شوی د غیر منقول ملکیت د تضمین وړاندې کول یا د نغدې پیسې بانکي سند وړاندې کول.
لاندې اشخاص کولای نه شي د دندې د تصدي پر وخت د معاملو په لارښوونې بوخت شي:
قاضیان، څارنوالان، د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو منسوبین، د ملي امنیت مؤظفین، د نظامي تشکیلاتو لرونکو وزارتونو او ادارو نظامي منسوبین، د ملي شورا او د ولایتي، ولسوالیو او کلیو شوراګانو غړي، د خپلواکو کمېسیونونو غړي او د ښاروالیو، تصدیو او د دولتي او مختلطو شرکتونو کارکوونکي او د ملکي خدمتونو نور کارکونکي.
مدافع وکیلان.
هغه شخص چې د قانون په حکم د دفاع له وکالت څخه ممنوع شوي وي.
د معاملو د لارښوونې قانون د (۱) فقرې په (۱ او ۲) جزونو کې درج شوي اشخاص له وظیفې څخه له تقاعد یا ګوښه کېدو څخه وروسته په هغه صورت کې چې په دې قانون کې د درج شویو شرطونو لرونکي وي، کولای شي جواز لیک تر لاسه کړي
د معاملو د لارښوونې دوراني فورم - دانلود
"له هغو هېوادوالو څخه چې خپل معاملې د معاملو د لارښوونې او د موټر د پلورنځیو د دفترونو له لارې ترسره کوي هیله لرو ترڅو د جعل او فریب د مخنیوي په پار لومړي د اړوندې د معاملو د لارښوونې د جواز قانوني توب په اړه معلومات ترلاسه کړي او بیا د ترسره شوي سېټې (د معاملې سند) د صحت په غرض د عدليې وزارت د معاملو د لارښوونې د جواز بررسۍ او ثبت آمریت ته وړاندې کړي. "
د پېر، پلور، موټر او جائزې بیع (ګروي) په معاملو کې د معاملو د لارښوونو د دفتر کمېشن د جایداد او یا د موټر د مجموعي بیې یو سلنه ده او په کرايې معاملو کې د یوې میاشتې کرایې یو سلنه ده چې په بالمناصفه ډول د معاملې د دواړو لورو لخوا ورکول کیږي.
د اړیکې شمېره: ۰۷۷۶۱۲۶۴۲۸/ ۰۷۷۷۳۸۳۳۷۰
د معاملو د لارښوونو او د موټرپلورنځیو د جواز درلودونکو مکلفیتونه
۱-د عدلیې وزارت د انسجام ادارې له لارې د جواز ترلاسه کولو او یا تمدید څخه وړاندې د معاملو د لارښوونې او د موټر پلورنځۍ دفتر پرانیستلو څخه ډډه کول.
۲-د عدليې وزارت د انسجام ادارې له لارې د معاملو د لارښوونو د جواز، مهر، لوحې او سېټې ترلاسه کول.
۳-د فعالیت له پاره یو ځانګړی دفتر جوړول.
۴-د انسجام ادارې ته په کلني ډول د ماليې تصفیې، د بیلانس او د سېټو کندې وړاندې کول.
۵-یو میاشت د جواز له پای ته رسیدلو څخه وړاندې د جواز تمدید.
۶-له معاملې څخه وړاندې د حق العمل او د معاملې د فسخ کولو د اثراتو په اړه دواړو لورو ته توضیحات ورکول.
۷-د معاملې په تړاو دواړو لورو ته د ناسمو معلوماتو له وړاندې کولو څخه ډډه کول.
۸-د ملکیت او یا موټر د حکم وړ سند (بنسټیز سند) له ډاډ ترلاسه کولو څخه وروسته د سېټې ترتیب.
۹-د معاملې د لورو له موافقې او حضور څخه وروسته په سېټه کې د سند لیکل، د انځور نښلول، د ګوتې نښان او د هغو د لاسلیک اخیستل.
۱۰- د بایع او پېرودونکي پرځای د نورو اشخاصو د ګوتې نښان او لاسلیک له اخیسلتو څخه ډډه کول.
تبصره: له بایع، پېرودنکي او یا د وکالت لیک او وراثت لیک له مخې د شرعي او قانوني وکیل څخه پرته نور اشخاص نه شي کولای معاملې د خپل له لورې ترسره کړي او یا د ګوتې نښان او لاسلیک کړي او کله چې ملکیت او د موټر څو تنو اړوند وي باید د ټولو افرادو د ګوتو نښان، لاسلیک او انځور په سېټه کې درج او ونښلول شي. دغه موضوع د پېر او پلور، کرایې، ګروي او د موټر په ټولو معاملو کې رعایت کیږي د سرغړولو په صورت کې دفتر تړل کیږي او د جواز درلودونکی تر عدلي تعقیب لاندې نیول کیږي.
۱۱-په کاپي، جعلي او پخپلسر جوړ شویو سېټو کې د معاملو څخه ډډه کول.
تبصره: هیڅ یو د معاملو د لارښوونې او د موټر پلورنځۍ نه شي کولای له هغو سېټو څخه پرته چې د انسجام ادارې له لارې تایید کیږې په نورو سندونو او سېټو کې معاملې ترسره کړي د دغه ډول سرغړولو په صورت کې دفتر تړل کیږي او د جواز درلودونکی تر عدلي تعقیب لاندې نیول کیږي.
۱۲-د شاهدانو د ګوتې نښان او لاسلیک ترلاسه کول.
تبصره: هیڅ بل یو شخص د جواز له درلودونکي څخه پرته نه شي کولای په سېټه کې مهر او لاسلیک وکړي.
۱۳-د اصول او قانون په خلاف د زیات کمېشن له اخېستلو څخه ډډه کول.
۱۴-د معاملو د ثبت په کتاب کې د معامله شویو سېټو درج.
۱۵-د معاملو د لارښوونې په دفتر کې د جواز درلودونکي شخص حضور.
۱۶-په دفتر کې د جواز، مهر، سېټو، لوحې اصل دائمي موجودیت او د څارنې پلاوي ته يې د بررسۍ په منظور وړاندې کول.
۱۷-د معاملو د لارښوونې د استازولۍ دفتر جوړولو څخه ډډه کول او د انسجام ادارې له تایید څخه پرته نورو ساحو او سیمو ته د معاملې د لارښوونې او د موټر پلورنځۍ دفتر له لیږد څخه ډډه کول.
۱۸-د استوګنې په کور کې د معاملې د لارښوونې دفتر له جوړولو څخه ډډه کول.
۱۹-د معاملو د لارښوونې په دفتر کې دنور کارونو ترسره کولو څخه ډډه کول.
۲۰-په نقشه کې د داخلو پروژو له معاملو ترسره کولو څخه ډډه کولو چې د ویش لامل کیږي، ترکه د ارث پر اساس مستثنی ده.
۲۱-د دولتي، عامه، غصبي ملکیتونو او یا هغه جایدادونه چې په تضمین کې دي له معاملو څخه ډډه کول.
تادیبات او مجازات
کله چې د جواز درلودونکی له پورته مواردو څخه سرغړونه وکړي د معاملي د لارښوونې او د موټر پلورنځۍ دفتر تړل کيږي/ جواز یې لغو او عدلي او قضايي تعقیب لاندې نیول کیږي. دغه خبرتیا په هغه ځای کې ونښلول شي چې د ټولو د لیدنې وړ وي.
د انسجام له ادارې سره اړیکه: ۰۷۷۶۱۲۶۴۲۸/۰۷۸۰۳۴۴۱۲۶
د عریضه لیکنې د جواز د اخیستلو بهیر
په لومړی قدم کې، د جواز لیک غوښتونکی، د معاملو د لارښوونې او عریضه لیکونکو چارو ریاست عنواني چاپي عریضه وړاندې کوي د معاملو د لارښوونې او عریضه لیکونکو چارو د ریاست له احکام څخه وروسته د جواز لیک غوښتونکی د اهلیت د تثبیت پلاوي ته راجع کېږي چې د بریالي آزموینې له تېرولو څخه وروسته د جواز لیک غوښتونکی مکلف دی له اړوندو مراجعو څخه معلوماتي فورم ډک او بشپړ کړي او له هغې څخه وروسته اړوندې شعبې ته وړاندې کړي، د معاملو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو ریاست د ډاډ له ترلاسه کولو څخه وروسته د (۲) ورځو په ترڅ کې غوښتونکی ته، جواز لیک ورکوي که چېرې د جواز لیک د اخیستلو غوښتنې د معاملو د لارښوونې او عریضه لیکونکو ادارې له لوري رد شي، غوښتونکی کولای شي، خپل اعتراض له دلیلونو سره یو ځای په لیکلي ډول عدلیې وزیر ته وړاندې کړي. د عریضه لیکنې د نوی جواز لیک حق الامتیاز (۱۶۸) افغانۍ دي چې د یو کال لپاره ورکول کېږي، جواز لیک په مرکز کې د معاملو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو رئیس په لاسلیک او په ولایتونو کې د عدلیې رئیس په لاسلیک صادرېږي.
د لاندې شرطونو لرونکي اشخاص کولای شي د عریضه لیکنې د فعالیت جواز ترلاسه کړي:
د افغانستان تابعیت لرل.
د (۱۸) کلنۍ سن بشپړول.
د کافي سواد او شرعي او قانوني معلومات،لږ تر لږه د بکلوریا تحصیلي سند لرل
د عریضه لیکونکو دوراني فورم - دانلود