د عدلیې وزارت د تقنین لوی ریاست د ۲ تشو بستونو د رقابتي آزموینې اخیستل

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۶ - ۱۴:۲۵
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د ربیع الاول د میاشتې په ۲ نېټې د یکشنبې په ورځ د یاد وزارت د تقنین لوی ریاست د آزادې سیالۍ له لارې د ۲ تشو بستونو رقابتي آزموینه واخیستله.

په دغې آزموینې کې چې د عدليې وزارت په مقر کې جوړه شوې وه، د عدلیې وزارت د بشري سرچینو رئیس مولوي رحمت الله حلیم او د یاد وزارت نورو مسؤلینو حضور درلود او د آزموینې له بهیر څخه يې نظارت ترسره کړ.

د آزموینې په پیل کې د عدلیې وزارت د بشري سرچینو رئیس د آزموینې د ډول او د پوښتنو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او د آزموینې د پروسې له روڼتیا څخه یې برخه اخیستونکو ته ډاډ ورکړ.

په دغې آزموینې کې د ګډون لپاره ۳۳ تنه په شرایطو برابر پېژندل شوي وو او د هغوی ۲۷ تنو په آزموینې کې برخه واخیسته او د یادو بستونو ترلاسه کولو لپاره یې په خپلو کې رقابت ترسره کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۲/۷/۸ - ۱۲:۱۴
Background image

په کنړ ولایت کې د یو شمېر خیریه بنسټونو او عریضه لیکونکو د فعالیت بررسي او نظارت

د کنړ ولایت د عدلیې ریاست نظارتي هیئت د ربیع الاول د میاشتې په ۱۲ نېټې د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز په اسعدآباد ښار کې د یو شمېر خیریه بنسټونو او عریضه لیکونکو فعالیتونه بررسي. . .

شنبه ۱۴۰۲/۷/۸ - ۱۰:۵۷
Background image

د کابل ښار په دهمزنګ ساحې کې د یو شمېر عریضه لیکونکو د فعالیتونو بررسي او نظارت

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست نظارتي هیئت د یاد ریاست د لوی رئیس مولوي عبدالصمد عمري په مشرۍ د ربیع الاول د میاشتې په ۱۳ نېټې د پنجشنبې په ورځ د کابل ښار په دهمزنګ ساحې کې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

بغلان ولایت ته د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د مشرتابه پلاوي سفر

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون مشرتابه پلاوي د عدلیې وزارت د سرپرست او د یاد کمېسیون د رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د ربیع الاول د میاشتې په. . .

BACK TO NEWS