د عدليې وزارت خبرتیا; د مدافعو وکیلانو د ارزونې د بهیر د درېمې دورې پېل
په ټول هیواد کې ټولو مدافعو وکیلانو ته خبر ورکول کیږي د مدافعو وکیلانو ریاست د ذوالحجې د میاشتې په ۳ نېټه چې د چنګاښ د میاشتې له ۱۱ نیټې سره سمون خوري د شنبې په ورځ، د ۵۰ تنو نورو مدافعو وکیلانو ارزونه د هغوی د جواز لیکوونو د نوي کولو په منظور پېلوي.
له همدې امله هغه مدافع وکیلان چې پخوا یې خپل غوښتنلیکونه د ارزونې په بهیر کې د ګډون لپاره د مدافعو وکیلانو ریاست اداري مدیریت ته سپارلي دي، له لاندې جدول سره سم د نوملړ د پرله پسې شمېرې پر بنسټ د سهار له ۸:۳۰ بجو څخه د غرمې تر ۱۲:۳۰ بجو پورې د عدلیې وزارت د مسلکي معینیت د ودانۍ مقر ته حاضر شي.
په همدې ډول د مدافعو وکیلانو شتون په ټاکل شوې ورځ حتمي او لازمي دی په آزموېنې که د غیابت او نه حاضرېدو په صورت کې دوه ېم چانس نه ورکول کېږي.
محترم وکیلان دې خبر وي