د جمعیتونو د ثبت لارښوود

جمعیتونه

جمعیتونه د خلکو او دولت ترمنځ د یو ارتباطي پل په څېر دي چې بېلابېلو ټولنیزو، علمي و فرهنګ برخو کې د قانون له مخې په غیر سیاسي، غیر دولتي او غیر انتفاعي شکل اړین او ارزښتناک رول  لوبوي.

د افغانستان د اساسي قانون ۳۵ ماده په یاده برخه کې په دې ډول صراحت لري: «د افغانستان اتباع حق لري د قانون له حکمونو سره سم د خپلو مادي او معنوي ګټو د تامین په منظور جمعیت جوړ کړي

دغه راز د جمعیت اصطلاح د جمعیتونو قانون په دوه یمې مادې کې په دغه ډول څرګنده شوې: «جمعیت: ټولنیز، غیرسیاسي او غیر انتفاعي جوړښت دی چې په هغه کې حقیقي او حکمي اشخاص (انجمن، ټولنه، شورا، مجمع، بنسټ، سازمان او نهاد؛ د هغو د اتحاد په شمول لکه فدراسیون او کنفدارسیون دی چې د حرفوي، ټولګییز، تخصصي موخو له پاره د حکمي شخص په حیث جوړیږي

د یادولو وړ دی چې مدني بنسټونه د جمعیت تر عنوان لاندې له عدليې وزارت څخه د جواز فعالیت ترلاسه کړي په بېلابېلو برخو کې لکه  د پوهاوي، متحد کولو، د عامه ویښتیا او د هېوادوالو  د ستونزو په حل کې کولای شي د پام وړ لاس ته راوړنې او په شفاف ډول ځواب ولري.

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د جمعیتونو او ټولنو د چارو ریاست په مرکز او ولایتونو کې د فعالو جمعیتونو لست په خلاصه توګه وړاندې کیږي.

د جمعیتونو د ثبت کولو له پار لارښوونې:

۱- غوښتونکي په چاپ شوې عریضې کې خپله غوښتنه د جمعیت د ثبت له پاره د عدليې وزارت د مقام تر سرلیک لاندې وړاندې کوي؛

۲- د اداري پړوانو له تېرولو څخه وروسته د جمعیتونو د سندونو د ثبت مامور او ولایتونو کې د انسجام آمریت له لوري غوښتونکي ته د بنسټ اېښودونکو، مدیره هیئت او د مالي چارو مسوولینو د شهرت تر عنوان لاندې درې جدولونه ویشل کیږي.

۳- د بنسټ ایښودونکو غړي لږ تر لږه (۱۰) تنه دي چې له دغو (۱۰) تنو څخه (۳) تنه د مدیره هیئت په عنوان او (۳) تنه د مالي مسوولینو په حیث ټاکل کیږي.

۴- غوښتونکي مکلف دي چې د بنسټ اېښودونکو، مدیره هیئت او د جمعیت د مالي مسوولینو شهرت په دقیق ډول او جلا جدولونو کې ولیکي او د تابعیت رنګه پېژندپاڼو او د جمعیت  نښان له تشریح سره یوځای په کمپیوټري بڼه د رییس، مرستیال او منشي په مشخص کولو سره د جمعیتونو د ثبت مامور او ولایتونو کې د انسجام امریت اداري برخو ته وړاندې کړي.

۵- غوښتونکي مکلف دي جدول کې د بنسټ اېښودونکو د غړو د اړیکې شمېره، عمر (سن)، د پېژندپاڼې شمېره، د ثبت شمېره، پاڼه، ټوک او په دقیق ډول ولیکي.

۶- د پېژندپاڼې او لاسلیک د تطبیق په منظور د بنسټ اېښودونکو د غړو حضور؛ په مرکز کې د جمعیتونو د چارو په ریاست او د ولایتونو د عدليې ریاست د انسجام لوی مدیریتونو او امریتونو کې حتمي دی.

۷- غوښتونکي مکلف دي چې د جواز ترلاسه کولو له پاره د (سیاسي، انتفاعي، انحصاري، ملي او نامانوس (نا اشنا) کلمو د عنوان غوره کولو څخه ډډه وکړي.

۸- د بررسۍ بورډ مکلف دی چې غوښتونکو سره په تفاهم کې د جغرافیایي محدودې په ذکر کولوسره په روښانه، څرګند او معنا لرونکي ډول عناوین او موخې غوره کړي.

۹- هغه غوښتونکي چې غواړي عام شموله او هر اړخیزه بنسټ جوړ کړي لږ تر لږه د افغانستان له (۱۸) ولایتونو څخه په بنسټ کې د بنسټ ایښودونکي غړي چې د هماغه ولایت اصلي او اوسنی سکونت ولري.

۱۰-هغه غوښتونکي چې علمي، تخصصي، د علماوو شورا ثبتوي، لږ تر لږه د جمعیت موضوع اړوند د لیسانس تر کچې تحصیلي سند ولري او د هغوی سندونه وروسته له دې چې اړونده مراجعو تصدیق کړل د اعتبار وړ دي.

۱۱-د جمعیت اساسنامه سره د لوګو او د هغه تشریح چې د جمعیت مشخصه پته په کې وي لازمي ده.

۱۲- د فعالیت د جواز ترلاسه کولو څخه د مخه د جمعیت د دفترونو وسایل او تجهیزات د نظارت د بورډ د غړو لخوا کتل کیږي.

۱۳- د خیریه بنسټونو د جواز غوښتونکي مکلف دي چې د اړوند جمعیت په بانکي حساب کې د ضمانت په توګه لږ تر لږه (۲) مېلیونه افغانۍ ولري.

۱۴-. د تشخصیه نمبر (TIN) ترلاسه کولو په منظور د مالیې له ادارې څخه استعلام ترلاسه کول.

۱۵- د بنسټ ایښودونکي لخوا د څارنوالۍ له ادارې څخه په جنایت د نه محکومیت او د مدني حقونو څخه د نه محرومیدو په منظور د استعلام ترلاسه کول.

۱۶- که چيرې غوښتونکي وغواړي جمعیت د یو قوم په نوم ثبت کړي، د سرحدونو، قومونو او قبایلو له محترم وزارت څخه د استعلام ترلاسه کول.

۱۷- د اتحادیو، مجمع، فدراسیون او کنفدراسیون د جواز غوښتونکي د دغه لارښوود له مخې مکلف دې چې لاندي شرایط ولري.

- مجمع:  له بنسټونو او حکمي اشخاصو څخه، چې لږ تر لږه له (۴) رسمي بنسټونو څخه چې د فعالیت رسمي جواز ولري جوړیږي.

- اتحادیه: د حکمي اشخاصو له ټولني څخه ده، لږ تر لږه ۶ رسمي جوازلیکونه چې له دولتي ادارو څخه اساسنامه لري له ځان سره ولري.

- فدراسیون: د اتحادیو، شورا ګانو او مجمع يوځای کیدل دي چې مشابه موخې ولري او لږ تر لږه ۱۰ رسمي جواز لیکونه وړاندې کړي.

- کنفدراسیون: لږ تر لږه د فدارسیون (۵) جوازلیکونو یوځای کیدل  چې له رسمي دولتي ادارو څخه جواز او اساسنامه ولري.

نوټ:

د جمعیت د جوازلیک غوښتونکي مکلف دي چې لاندني شرایط په پام کې ولري:

- غوښتونکي مکلف دي چې د فعالیت د جواز ترلاسه کولو څخه مخکې د جمعیت د دفتر د ځای، د دفتر د ادارۍ وسایل او منقول او غیر منقول ملکیتونه د جمعیت د چارو موظف استازي ته چې رسماً د استعلام له مخې توظیف شوی د ثبت په غرض په بشپړ ډول په لیکل شوي بڼه وړاندي کړي.

- د فعالیت جواز لرونکي مکلف دي چې د جمعیت د چارو د قانون له (۱۸) مادې سره سم د مالي کال پای کې فعالیتونه، منقول او غیر منقول ملکیتونه او د خپل مصارف او عواید د ۳ میاشتو په ترڅ کې له ځانګړي فارمټ سره سم په مرکز کې د جمعیتونو د چارو ریاست او ولایتونو کې د عدليې ریاست د انسجام آمریت ته وړاندې کړي.

- د فعالیت جواز لرونکي مکلف دي چې د جوازلیک د تمدید پر مهال، د فعالیت د جوازلیک اصل، د ۳ کلنو فعالیتونو راپور په جلا توګه، د بنسټ ایښودونکو د دوه پر دریمې برخې په اکثریت د مجمع عمومي پریکړه، د جنایت د نه محکومیدو په خاطر د څارنوالۍ د ادارې استعلام او د خپل مالیاتي وجایبو لیک په مرکز کې د جمعیتونو د چارو ریاست او ولایتونو کې د عدليې ریاست دانسجام آمریت ته وړاندې کړي.

- کله چې بنسټ ایښودونکو او مدیره هیئت کې تغییر رامنځ ته شي، ټولنیز بنسټونه مکلف دي چې په دغې برخه کې خبر په لیکل شوي بڼه د ۱۰ ورځو په لړ کې مرکز کې د جمعیتونو د چارو ریاست او ولایتونو کې د عدليې ریاست د انسجام آمریت ته وړاندې کړي.

- د جمعیت د فعالیت جوازلیک وروسته له درې کلنو څخه تمدید کیږي.

- د فعالیت جواز لیک د اعتبار د پای ته رسیدو څخه ۳۰ ورځې وړاندې وروسته له هر ۳ کلنو د (۵۰۰۰) افغانیو په بدل کې نوی کیږي.

- جوازلیک په هغه صورت کې نوی کیږي چې جمعیت د جمعیتونو د قانون حکمونه، د تاسیس مقرره او د جمعیتونو د ثبت اساسنامي خپلو فعالیتونو کې نه وي نقض کړي.

- کله چې جوازلیک د ۳ میاشتو په ترڅ کې نوی نه شي جمعیت سره له دې چې د یاد مبلغ په تحویل د (۲۵۰۰) افغانیو په ورکولو باندې مکلف دی.

- کله چې جوازلیک د ۶ میاشتو په ترڅ کې نوی نه شي، د جمعیت نوم د ثبت له دفتر څخه پاکیږي.

- کله چې جمعیت وروسته له دې چې نوم يې د ثبت له دفتر څخه پاک شي وغواړي چې خپل فعالیت ته ادامه ورکړي د جمعیت د قانون له حکمونو سره سم د ثبت له پاره بیاځلې د عدليې وزارت ته وړاندیز وکړي.

- کله چې د جمعیت د فعالیت جواز لیک ورک شي په ټولنیزو رسنیو کې له اعلان څخه وروسته د یاد جمعیت د فعالیت جوازلیک د (۱۰۰۰۰) افغانیو په بدل کې د پاتې مودې له پاره ورکول کیږي.

- کله چې د جمعیت د بنسټ ایښودونکو غړو ترمنځ اختلاف رامنځته شي په لومړي ګام کې رامنځ ته شوی اختلاف په خپلو کې د خبرو له لارې حل کړي؛ که چېرې اختلاف حل نه شي موضوع دې په لیکل شوي بڼه په مرکز کې د جمعیتونو د چارو ریاست او ولایتونو کې د عدليې ریاستونو ته وړاندې کړي او که چېری د هغوی قناعت ترلاسه نه شو، د جمعیت د اختلاف د حل په منظور، رامنځ ته شوې قضیه د قانون له مخې تر ټولو نږدې اړونده محکمې ته ارجاع کړي.

- کله چې جمعیت د قانون له مخې لغو شي، وسایل يې د هغه مماثل بنسټ ته سپارل کیږي.

نوټ:

غوښتونکو ته خبر ورکول کیږي چې د فعالیت د جوازلیک د ثبت بهیر تر صادرولو پورې د مدني قانون د (۴۱۱) مادې په پام کې نیولو سره (۶۰) ورځې وخت نیسي چې په دغې مودې کې د ادارې کارکوونکو ته مزاحمت و نه کړي.

د جمعیت اړوند سندونه:

جدول مؤسسین

جدول هیأت مدیره

جدول مسوولین مالی

تعهد خط

آدرس جمعیت

چک لست نظارت

فورم شکایات متقاضی

نمونه ارائه گزارش سالانه جمعیت ها

ورق ثبت و طی مراحل جوازنامه جمعیت

پروسه طی مراحل اداری اسناد

نمونه اساسنامه

د لا زیاتو معلوماتو له پاره د انسجام لوی ریاست د جمعیتونو د چارو ریاست د اداري او ډیټابیس مدیر حلیم «شمس» سره اړیکه ونیسۍ.

د اړیکې شمېره:  ۰۷۸۱۳۱۲۳۸۶

بریښنالیک: Halimahmadi11@gmail.com