د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۵ - ۱۱:۲۳
.

د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې یو لړ اقدامات ترسره شول.

په دغې ناسته کې په سنګ آتش ولسوالۍ کې د یو شمېر اشخاصو موضوع بررسي شوه او هغوی غونډې ته حاضر شول. یاد شویو اشخاصو ومنله چې په سنګ آب کلاري سیمه کې له کلنو راهیسې سلګونه زره جریبه د عامه څړځای ځمکه د ملکیت له سندونو څخه پرته په خپل تصرف کې درلودله. هغوی ژمنه وکړه چې نور به له دغې ځمکې څخه شخصي استفاده نه کوي او هم به د څړځای په عنوان د نورو د ګټې پورته کولو خنډ نه ګرځي.

دغه راز په دغې ناسته کې، د آبکمري ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکو چې د عامه مرعی پر غصب تورن پیژندل شوي وو، غونډې ته حاضر شول ترڅو خپل سندونه وړاندې کړي خو هغوی هیڅ ډول د ملکیت سندونه نه درلودل. هغوی ومنله د تیربند سیاتره په سرتګاب غالچرخ کې ځمکه، د عامه څړځای له جملې څخه ۲۱۰۰ جریبه ځمکه ده او ژمنه یې وکړه چې وروسته له دې به په دغې ساحه کې هیڅ ډول مالکانه تصرف نه کوي او هم به د څړځای په عنوان د نورو د ګټې پورته کولو خنډ نه ګرځي.

.

ددغه ولایت د قادس ولسوالۍ د ده برنج کلي یو شمېر اوسیدونکي چې غاصب او د څړځای ویجاړونکي پیژندل شوي ول، هم غونډې ته حاضر شول او له هغوی څخه د ملکیت سندونه وغوښتل شول. هغوی هیڅ ډول شرعي سندونه نه درلودل او ویې ومنله چې پشته ملمنجيو کې څه دپاسه ۵۰ جریبه ځمکه عامه مرعی ده او د هغوی لخوا ویجاړه شوې او په کرنیزه ځمکله تبدیله شوې ده. یاد شویو اشخاصو ژمنه وکړه چې وروسته له دې به له یادې ځمکې څخه شخصي استفاده نه کوي.

دغه راز تخنیکي هیئت د مقر ولسوالۍ له رحمان زیو قوم څخه د هغو اشخاصو او افرادو په اړه چې عامه مرعی ځمکه یې په کرنیزې ځمکې تبدیلې کړي، د استعلام  په ترڅ کې معلومات وغوښتل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۲:۴۱
Background image

د سمنګان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

د سمنګان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ  د سمنګان ولایت د عدليې رئیس قاري فراح الدین محمدي په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارمندانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۱:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت نظارت لاندې د «خیریه بنسټونو د اتحادیې» مدیره هیئت ټاکلو په منظور ناسته جوړیدل

د خیریه بنسټونو د اتحادیې د رئیس او مدیره هیئت د تعیین په منظور د یادې اتحادیې د ټاکنو پروسه د یوې ناستې په ترڅ کې د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست تر نظارت لاندې په کابل «د یولرنا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۳:۳
Background image

د میدان وردک په چک ولسوالۍ کې د خپل سرو تصرفاتو مخنیوی وشو

د ميدان وردګو ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د روژې د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت چک ولسوالۍ ته ولاړ او د یادي ولسوالۍ له ولسوال، امنيه قوماندان او نورو. . .

BACK TO NEWS