د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزیر جلالتمآب شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي لنډ ژوند لیک

د ژوند په لومړیو کې:.

ښاغلی شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي صاحب د دین محمد زوی او د باز محمد لمسی، د خوست ولایت د لکڼو قوم د ایوب خېلو د کلي دی چې په ۱۳۴۰ هجري لمريز کال کې د دې ولایت په مرکز پورې اړوند په یاد شوي کلي کې زېږېدلی دی.

تحصیلي سوابق:

لومړنۍ زده کړې یې د ظاهر شاه د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې د لکڼو په لېسه کې وکړې، په داسې حال کې چې د کمونستانو له لوري د اسلام ضد خوځښتونه پېل شوي وو، چې ډېره موده به یې لاریونونه کول او علماوو ته به یې په لویو لارو کې سپکې سپورې ویلې، له همدې امله یې له عصري علومو سره یو ډول ناهیلي پیدا کړه، په لېسه کې یې پوره حاضري نه لرله خو له مدرسې سره یې فطرتاً مینه درلوده، غوښتل یې چې په مدرسه کې دیني زده کړې وکړي چې بیا یې په یاده لېسه کې له شپږم ټولګي څخه پورته زده کړو ته دوام ور نه کړ.

څرنګه چې شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي صاحب له دیني زده کړو سره زیاته مینه لرله نو په ۱۳۵۶ هجري لمریز کال کې د خوست ولایت په یوه مقامي مدرسه فیضان العلوم لکڼو کې له ځایي علماوو څخه دیني زده کړې پېل کړې، خو کله چې د افغانستان حالات ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې وو او په ۱۳۵۷ هجري لمریز کال کې کمونستانو کودتا وکړه او واک ته ورسیدل واک ته له رسیدو سره یې علماء تر سخت هر اړخیز فشار لاندې ونیول، نو شیخ صاحب د ګڼو ستونزو له امله د همدې کال د زمري په میاشت کې د ټولې کورنۍ په شمول پاکستان ته هجرت وکړ.

محترم شیخ صاحب د هجرت په اوږدو کې له دیني علومو سره د ډېرې علاقې او مینې له وجې په ۱۳۵۸هجری لمریز کال کي د هنګو په کاهي مدرسه کې خپلو دیني زدکړو ته دوام ورکړ څرنګه چې محترم شیخ صاحب د لوړ استعداد او وړتیا خاوند وو نو د خپلو زده کړو ترڅنګ یې په ښکته ټولګیو کې زده کوونکو ته لوست هم ورکاوه، له دې څخه وروسته یې د کوزې پښتونخوا په (دارالعلوم عربیه روستم) کې۵ کاله دیني زده کړې وکړې او تکمله یې له محترمو استادانو شیخ الحدیث مولوي سید قریش باباجي رحمه الله او شیخ الحدیث مولوي قاضي محمد امین صاحب رحمه الله سره په لوړه درجه سرته ورسوله او وړه دوره یې له ارواښاد شیخ القران و الحدیث مولوي عبدالرازق صاحب رحمه الله سره سرته ورسوله.

لوړې زده کړې:

شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي صاحب له لومړنیو زده کړو څخه وروسته د لویې دورې د سرته رسولو لپاره د کوزې پښتونخوا مشهورې مدرسې دارالعلوم حقانیې ته لاړ او په دغه مدرسه کې یې لویه دوره په لوړه درجه سرته ورسوله او په ۱۳۶۸ هجري لمریز کال له دارالعلوم حقانیې څخه په بریالیتوب او لوړو نمرو د فراغت سند ترلاسه کړ.

  له فراغت سره سم یې ۳ کاله د هنګو په کاهي مدرسه کې او یو کال يې په ټل رحمت شاه بانډه کې چې یوه محلي مدرسه وه، د تدریس سپېڅلې چارې پرمخ یوړې. محترم شیخ صاحب په یادو مدرسو کې تر تکملې پورې کتابونه تدریس کړل.

ټولنیز فعالیتونه او د ستونزو او ناخوالو ګالل:

شیخ الحدیث مولوی عبدالحکیم شرعي صاحب د برهان الدین رباني د حکومت په دوره کې  په اهل الحل و العقد شوری کې د خپلې سیمې د خلکو لخوا وکیل انتخاب شو. کله چې د اهل الحل و العقد د شوری رایه د رباني لپاره اخیستل کېده نو محترم شیخ صاحب رایه ورنه کړه او ناخوښي یې څرګنده کړه. څرنګه چې د رباني د حکومت په وخت کې، په خوست ولایت کې نا امني زیاته او وژنې ډېرې شوې، د خلکو آرامه او هوسا ژوند د ناخوالو او ستونزو سره مخ و او د قومي او جهادي شوراګانو ترمنځ هم د اختلافاتو اور بل شوی و نو د شیخ صاحب اخلاص، ريښتینولۍ، علمیت، نظامي او مدیریتي پیاوړتیا او لوړ استعداد ته په کتو سره د یادو ستونزو او ناخوالو د مهارولو په موخه د خوست ولایت د امنیه قوماندانی چارې ور وسپارل شوې چې په پوره ایماندارۍ سره یې په یادو چارو کې خپل مسؤولیت ادا‌‌ کړ چی همدغه امنیه قومانداني په خوست ولایت کې د اسلامي امارت د تحریک  دخوځښت سرچینه شوه.

د یادونې وړ ده چې محترم شیخ الحدیث مولوی عبدالحکیم شرعی صاحب د اسلامي امارت په تېره دوره کې لومړی د زابل ولایت والي و چې بیا یې استعفاء وړاندې کړه او بیا يې غور ولایت ته د والي په توګه له رسمي مکتوب څخه پرته معرفي کړ، وروسته د مشرانو لخوا د زرې دارې لېوا د مسؤول په توګه موظف کړی شو چې هلته هم لاړ نشو او بیا د میدان وردګو والي وټاکل شو خو دغه مسؤولیت یې هم و نه کړ. د یادونې وړ ده چې محترم شیخ الحدیث صاحب دغه دندې او مسؤولیتونه په دی خاطر ترسره نه کړل چی محترم شیخ صاحب ډیره موده بېلابېلې دندې ترسره کړې وې غوښتل یې چې په کور لږ ارام وکړي نو بیا څه موده شیخ صاحب په کور و چې بیا مشرانو د ده استعداد ته په کتو سره هغوی محترم شیخ صاحب د عدلیې وزارت د مالي او اداري معین په توګه وګوماره خو محترم شیخ صاحب د دې وزارت د معینیت چارې هم د یو لړ شرایطو په وړاندې کولو سره ومنلې او تر سقوطه پورې یې خپل کار ته دوام ورکړ.

تر سقوط وروسته یې د اشغالګرو او ګوډاګیانو پر خلاف د مبارزې په موخه په نظامي ډګر کې خپل ملګري راټول او په عملي ډول یې سپېڅلی وسله وال جهاد پیل کړ. په دې لړ کې د محترم شیخ صاحب د نیولو لپاره څلور ځلې د امریکایانو لخوا د ده په کور چاپې واچولې چی په دې چاپو کی محترم شیخ صاحب له کوره وتلی و او ورور یی ورته ونیوه.په دوه يمه چاپه کې کومې پایلې ته و نه رسیدل، په درېمه چاپه کي یې ورته هماغه ورور بیا ونیوه او تقریبا ۲ میاشتی په باګرام کې بندي و او بیا په څلورمه چاپه کې د کور ټول وګړې بندیان کړل او یو وراره یې ټپي هم شو خو د محترم شیخ صاحب په نیولو بریالي نه شول. کله چې امریکایان او د هغوی ګوډاګیان د شیخ صاحب په نیولو کې ناکامه او ناهیلې شول نو د ناستې او د امتیازونو وړاندیزونه یې ورته وکړل، خو محترم شیخ صاحب دغه ټولې غوښتنې او وړاندیزونه رد کړل او خپلو جهادي فعالیتونو ته یې دوام ورکړ. له یو کلنې سختې مبارزې وروسته د عمرې لپاره حرمینو شریفینو ته سفر وکړ او بیا هملته پاتې شو، وروسته د امارت د مشرتابه په لارښوونه په سعودي عربستان کې امارت ته د مالي مرستو د جلبولو او راټولولو په موخه د شیخ صاحب په غړيتوب څلور کسیزه کمېټه جوړه شوه چې کابو د شپږو کلونو په دوران کې نږدې ۲۰ میلیونه ریال راټول کړل او بیا یې د معتصم آغا په واسطه امارت ته ورکړل چې په پای کې امارت له معتصم آغا څخه د روڼتیا په موخه حساب وغوښت خو متأسفانه چې نوموړی حساب ورکولو ته حاضر نه شو او په دې وجه هغه له دې دندې څخه ګوښه کړی شو.

له دندې څخه د معتصم آغا له ګوښه کېدو وروسته محترم شیخ صاحب د سعودي حکومت لخوا تر جدي تعقیب لاندې شو چی بلاخره  په ۱۴۳۱ ه.ق کال د ربیع الثاني په میاشت کې ونیول شو او د دغه هېواد د محکمې لخوا په ۹ کاله بند محکوم کړای شو او ورسره یې ۳ لکه ریاله مالي جرمانه هم کړ، د محکمې لخوا د بند د ټاکلې مودې په تېرولو سربیره ۴ میاشتې نورې هم په بند کې تیرې کړې بالاخره د ۱۴۴۰ ه.ق کال د رجب په میاشت کې له زندان څخه خوشې او د آزادۍ په نعمت و نازول شو. له خوشې کېدو سره سم د امیرالمؤمنین حفظه الله لخوا د رهبرۍ شوری غړی وټاکل شو چې تر امارت راتلو پورې په دغې دنده بوخت و او ورسره د ختیځې حوزې د تعلیم او تربیې د کمېسیون رئیس هم وټاکل شو چې تقریبا ۱۰ میاشتو پورې یې دغه مسولیت په ښه وړتیا سره سرته ورساوه بیا د مشرتابه لخوا د ختیځې حوزې د محکمو د رئيس په صفت وګومارل شو خو محترم شیخ صاحب د دغه مسولیت له قبلولو څخه عذر وړاندې کړ.

کاري تجربه:

  • د رباني د حکومت په دوره کې د خوست امنیه قوماندان و.
  • د اسلامي امارت په تېره دوره کې لومړی د زابل ولایت والي و چې وروسته بیا دده استعداد ته په کتو سره  د مشرانو له لوري د عدلیې وزارت د مالي او اداري معین په توګه و ټاکل شو.
  • تر فتحې پورې د رهبرۍ شوری غړیتوب.
  •  تقریبا لس میاشتې د ختيځې حوزې د تعلیم او تربیې د کمېسیون رئیس.
  • شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي صاحب په نظامي، سیاسي او علمي ډګرونو کې د زیاتو کلونو کاري تجربه لري.
  • او فی الحال د عدلیې وزارت سرپرست وزیر او همدا راز د ځمکو دغصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ریاست هم پرغاړه لري.

لیکنې او ناچاپ آثار:

  • د منطق د مشهور کتاب قاضي شرحه چې د تقریر قاضي په نامه  یې لیکلې ده. (عربي)
  • مقدمه سلم. (عربي)
  • صرف میر (پښتو)
  • د مأة عامل شرح. (پښتو)

ژبې:

پښتو، دري، عربي او اردو