داخلې آزموینې له پاره د مدافع وکیلانو د نوم لیکنې د تمدید په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

hayat_admin
.

د مدافع وکیلانو له مخکنۍ خبرتیا سره سم، د دفاع وکالت د جوازلیک ټولو غوښتونکو ته خبر ورکول کیږي چې د هېواد لرو پروتو سیمو د غوښتونکو د ستونزو په درک سره چې د نوم لیکنې او د غوښتنلیک پړاونو د تېرولو له پاره مراجعه کوي، د نوم لیکنې بهیر د دریو نورو ورځو له پاره تمدید شوی دی.

پردغه اساس د نوم لیکنې او د آزموینې فورمې ډکولو وروستۍ نېټه د ۱۴۰۱ کال د مرغومي میاشت ۲۹ نېټه د پنجشنبې ورځ ده.

د داخلې آزموینې نېټه به وروسته اعلان شي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۰:۴۱
Background image

د عدلیې وزارت د تقنیني ستاژ برنامې د اوومې دورې د ازموینې د پایلو اعلان

د اسلامي امارت، عدلیې وزارت د یاد وزارت د تقنیني ستاژ د اوومې دورې ورودي ازموینه د وري د میاشتې په ۵ نېټه د یکشنبې په ورځ د ستاژ دغې دورې له متقاضیانو څخه واخیسته.

یادې ازموینې لپاره . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۹:۵۴
Background image

د تقنیني ستاژ اوومې دورې ورودي ازموینې جوړولو په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

ټاکل شوې ده چې د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د تقنیني ستاژ د اوومې دورې په شرایطو برابرو متقاضیانو ورودي ازموینه د یاد وزارت په مقر کې جوړه کړي.

یاده ازموینه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د وري د . . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۹:۱۴
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې بهیر د ۵۱ دورې په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

د هېواد په کچه ټولو مدافع وکیلانو ته خبر ورکول کېږي، د مدافع وکیلانو ریاست د شعبان المعظم د میاشتې په ۲۸ نېټه چې د کب د میاشتې له ۲۰ نیټې سره سمون خوري د یکشنبې په ورځ، د ۱۱ تنو نورو . . .

Back to announcements