د کابل ښار له درملتونونو څخه راټول شوي یو اندازه تاریخ تېر درمل وسوځول شول

barekzai_admin
Sun, May 24 2026 9:32 AM
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت هغه تاریخ تېر شوي او بې‌کیفیته درمل چې د عدلیې وزارت، عامې روغتیا وزارت، د استخباراتو عمومي ریاست د استازو او د افغانستان د درملو د خدمتونو اتحادیې د مسؤولینو په ګډون د ګډې کمېټې له خوا په کابل ښار کې له درملتونونو څخه راټول شوي وو، وسوځول.

یادې کمېټې د تېرو دوو میاشتو په اوږدو کې په کابل ښار کې له روغتونونو، درملتونونو او د درملو جوړولو شرکتونو څخه نظارت کړی و، چې په پایله کې یې مشخصه شوه چې یو شمېر روغتونونه ناروغانو ته بې مورده نسخې ورکوي او درمل پر ناروغانو په لوړه بیه پلوري.

کمېټې د خصوصي روغتونونو، درملتونونو او د درملو د شرکتونو مسؤولینو ته جدي توصیه وکړه، چې د اسلامي امارت له اصولو او پالیسۍ سره سم فعالیت  ترسره کړي، له دې پرته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

د عدلیې وزارت اتحادیو ته د جوازونو د وېش او د هغوی د فعالیتونو د نظارت مسؤولیت پر غاړه لري. له دې امله چې د افغانستان د درملو د خدمتونو اتحادیه په عدلیې وزارت کې ثبت ده او د دغې اتحادیې له مهمو مسؤولیتونو څخه یو هم د بې‌ کیفیته درملو د پلور مخنیوی دی، عدلیې وزارت د عامې روغتیا وزارت او د یادې اتحادیې په همغږۍ دا نظارت ترسره کړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS