د اسلامي امارت د حاکمیت له پيل راهیسې ۱۷۵ تقنیني سندونه توشېح او خپاره شوي دي

barekzai_admin
Wed, Apr 15 2026 2:33 PM
.

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله لخوا له توشېح څخه وروسته ۱۷۵ عنوانه تقنیني سندونه چې قوانین، اصولنامې، لایحې، فرمانونه، حکمونه، لارښوونې او لارښودونه په کې شامل دي په رسمي جریده کې او یا د کتاب په بڼه چاپ کړي او د خلکو په اختیار کې یې ورکړي دي.

په یادو تقنیني سندونو کې ۷۲ فرمانونه، ۶۱ حکمونه، ۱۱ لارښوونې او لارښودونه، ۱۷ قوانین، ۶ طرزالعملونه او دوې اصولنامې شاملې دي چې د اړوندو ادارو لخوا له تسوید، د عدلیې وزارت لخوا له تدقیق او فقهي تخریج او د تقنیني سندونو د وروستۍ بیاکتنې کمېسیون لخوا له بیاکتنې وروسته، د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا توشېح او نافذ شوي او په رسمي جریده کې چاپ او خپاره شوي دي.

همدارنګه ۵ طرزالعملونه او یوه لایحه له یادو مراحلو تېرېدو وروسته د کتاب په بڼه چاپ شوي دي او د اړوندو مراجعو په اختیار کې ورکړل شوي دي.

د دې مودې په ترڅ کې  تر ټولو مهمو خپاره شويو قوانینو کې د مالي محاسبې قانون، د مبلغینو قانون، د وزارتونو او امارتي ادارو د عقدونو قانون، د مشاعرو د تنظیم قانون، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون، د شکایتونو اورېدلو قانون، د صرافانو او پولي خدمتونو د څانګې قانون، د صنعتي ساحو قانون او د امارتي ځمکو د اجارې قانون شامل دي.

یاد قوانین په چاپ شوې بڼه په عدلیې وزارت کې موجود دي او محترم هېوادوال کولای شي دې وزارت ته په مراجعې سره د هغو چاپ شوې نسخې تر لاسه کړي. همداراز د تقنیني سندونو الکترونیکي نسخې د عدلیې وزارت د ویبپاڼې د قوانینو او حکمونو په ډیټابېس کې د لاسرسۍ وړ دي.

د تقنیني اسنادو د ترلاسه کولو لپاره د عدلیې وزارت د حکمونو او قوانینو ډېټابېس او یا هم تلګرام چینل ته مراجعه وکړئ

https://t.me/ministryofjusticeafghanistan

http://laws.moj.gov.af/ShowLawPersian.aspx