د یوناما له استازی سره د ننګرهار ولایت د عدلیې رئیس لیدنه

waheed
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۹ - ۱۲:۳۷

د ننګرهار ولایت د عدلیې رئیس، مولوي صاحب فاتح الله فاتح، د ۱۴۰۰ د کب ۱۶ د دوشنبې په ورځ، د ختیځ زون لپاره د یوناما دفتر د بشر د حقوقو له مسؤول سیل ویستر سره وکتل او خبرې اترې وکړې.
په دې ناسته کې، د عدلیې رئیس د دې ریاست د کاري ساحې په هکله هغه ته بشپړ معلومات وړاندې کړل، نوموړي وویل چې د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د څلورو آمریتونو لرونکی دی چې د هر یوه کاري ساحه توپیر لري.
د یوناما استازی د بشر د حقوقو په ځانګړي ډول د ښځو د حقوقو، انساني آزادیو او نورو موضوعاتو په برخه کې ځینې پوښتنې مطرح کړې چې د ښاغلی فاتح له لوري د خپل کاري ساحې په حدود کې معقول او منطقي ځوابونه وړاندې شول.
د عدلیې رئیس وویل چې د واقعي عدالت د تأمینولو په منظور د ښځو په حقوقو پورې اړوند په ټولو قضیو کې چې د اسلامي امارت عدلي او قضایي ارګانونو ته استول شوي دي، له شریعت او د افغانستان اسلامي امارت له اصولو سره سم پرېکړه شوې ده او د اسلامي امارت ټول مسؤولین د ښځو د حقوقو په هکله د امیرالمؤمنین وروستۍ فرمان ته، ژمن دي.
په دې لیدنه کې، د یوناما استازی له اسلامي امارت او د افغانستان خلکو سره د مرستې او همکاري ژمنه وکړه نوموړي وویل چې یوناما له اسلامي امارت سره په ټولو برخو کې همکار دی او له اوسنۍ نظام سره تعامل او همکارۍ ته ژمن دی

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۳:۵۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۷۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

 د ننګرهار ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

په کابل ښار کې د خیریه بنسټونو او اتحادیو ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست نظارتي پلاوي، د روان کال جوزا (غبرګولي) مياشتې په ترڅ کې په کابل ښار کې د ۹ اتحادیو، ۱۰ خیریه بنسټونو او د یوې شورا فعاليتونه نظارت او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۴۷
Background image

د کاپيسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د کاپيسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۷ مه نېټه، د سه‌شنبې په ورځ، د کاپيسا ولایت د عدليې رئیس مولوي عبدالقدیر عابد په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

BACK TO NEWS