د مدافع وکیلانو د درېیمې دورې ورودي ازموینه د څه باندې ۵۰۰ تنو متقاضیانو په ګډون سره واخیستل شوه

barekzai_admin
Mon, Jul 22 2024 11:40 AM
.

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د درېیمې دورې ورودي ازموینه د دفاع وکالت د جواز څه باندې ۵۰۰ تنو غوښتونکو په ګډون سره د یاد وزارت په مقر کې واخیسته.

دا ازموینه د محرم الحرام د میاشتې په ۱۶ نېټه د دوشنبې په ورځ د عدلیې وزارت مسلکي معین، شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر، د مدافع وکیلانو رئیس مولوي رحمت الله حقاني او د یاد وزارت د نورو مقاماتو په ګډون سره واخیستل شوه.

د عدلیې وزارت مسلکي معین د یادې ازموینې پرانیستې برنامې ته  په خپله وینا کې وویل چې د یو مسؤولیت ترلاسه کولو لپاره اساسي شرط، په هغې څانګه کې د وړتیا او مهارت درلودل دي او د عدلیې وزارت په همدې منظور د دفاع وکالت له جواز غوښتونکو څخه ازموینه اخلي ترڅو په شرایطو برابر کسان مشخص کړي.

نوموړي زیاته کړه چې یاد وزارت هڅه کړې ترڅو د دفاع وکالت جواز غوښتونکو لپاره لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي او د مدافع وکیلانو ستونزو ته هم رسیدګي وکړي. نوموړي زیاته کړه چې د دفاع وکالت د جواز غوښتونکو ستونزو په پام کې نیولو سره د دفاع وکالت د ستاژ برنامه په آنلاین بڼه جوړیږي او یواځې په عملي کار او ازموینه کې یې د څو محدودو ورځو لپاره د ستاژرانو حضور ضروري دی.

شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر د دفاع وکالت جواز غوښتونکو ته په خطاب سره وویل چې تاسو په ازموینه او نورو  پړاونو کې په بریالیتوب او جواز اخیستلو سره، د اسلامي امارت له نظام او عدلیې وزارت څخه استازیتوب کوئ او ټینګار یې وکړ چې سیرت او صورت مو باید د اسلامي شریعت مطابق واوسي.

دغه راز د عدلیې وزارت مسلکي معین ټینګار وکړ چې د مدافع وکیلانو نیت له خپلو دندو څخه یوازې د پیسو موندل و نه اوسي بلکې نیت یې باید ټولنې ته د ښو خدمتونه وړاندې کول واوسي؛ ځکه هغوی د ټولنې د هغې بېوزلې او بې‌وسې طبقې استازیتوب کوي چې په قضایي بنسټونو کې له خپلو حقونو څخه په خپله دفاع نه شي کولای.

په یاده برنامه کې د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس، مولوي رحمت الله حقاني هم خبرې وکړې او د ازموینې ګډونوالو ته یې د ازموینې پروسې او د هغې راتلونکو پړاونو له روڼتیا څخه ډاډ ورکړ. دغه راز نوموړي د نږدې درېیو کلونو په اوږدو کې د یاد ریاست لاسته راوړنې او فعالیتونه بیان کړل او زیاته یې کړه چې په همدې موده کې سلګونو تنو غوښتونکو ته، د ازموینې له اخیسلتو څخه وروسته د دفاع وکالت جوازونه ویشل شوي او د مدافع وکیلانو ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه هم په ټولو زونونو کې د مدافع وکیلانو آمریتونه جوړ شوي دي.

دغه راز نوموړي وویل چې د عدلیې وزیر شیخ الحدیث مولوي عبدالحیکم شرعي په مشرۍ د مدافع وکیلانو کمېسیون رامنځته شوی، د دوو ناستو په ترڅ کې یې د مدافع وکیلانو ستونزې بررسي کړي او د هغو د لرې کولو په هکله لازم اقدامات ترسره کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS