د هرات ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

د هرات ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۶ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت سرپرست (مستوفي) او غړو په حضور سره جوړه شوه او په کې د یو شخص املاکو په اړه چې د ښوونې ریاست پرې ادعا لري بحث وشو او د هغو اړوند راپور او معلومات وړاندې شول.
یاد شوي ملکیتونه چې څو ټوټې ځمکې په کې شاملې دي چې ځیني ټوټي یې د ښار په داخل کې او ځینې يې په ولسوالیو کې وې او ټولټال ۱۵۵۰۰ جریبه ځمکه په کې شامله ده.
یاد شوي هیئت پریکړه وکړه چې د دغه ولایت د ښوونې ریاست د خپل ټولو ملکیتونو سندونه وړاندې کړي او تخنیکي هیئت هم ادعا لاندې ساحې بررسي او متصرفین یې په ګوته کړي.
په همدې توګه تخنیکي هیئت د شیدايي ښارګوټی موضوع چې د ښاروالۍ له خوا پر ملي سوداګرو پلورل شوې وې بررسي کړې. یاده شوې ساحه د بېرته راستنیدونکو له خوا، تصرف شوې ده او د ساحې سړکوونه هم د هغوی لخوا تړل شوي دي.
یاد شوي هیئت پریکړه وکړه چې ساحه له نږدې څخه بررسي او تړل شوي سړکوونه مشخص کړي ترڅو بیاځل پرانیستل شي.