د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد رسمي کار پیل شو

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۶
.

 د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ رامنځته شوی، خپله لومړنۍ ناسته جوړه کړه او د دغو مرکزونو د لېږد رسمي چارې یې پیل کړې.

دا ناسته د جمادي الأولی میاشتې په ۱۳مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې د استازو، د عدلیې وزارت د اړوندو برخو د مسئولینو او د مالیې وزارت او د چارو ادارې د استازو په ګډون د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې په مرکز او ولایتونو کې د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د جمادي الأولی میاشتې د ۷مې نېټې د ۱۴ ګڼه حکم د پلي کولو د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې وشوې.

په یاده ناسته کې د عدلیې وزارت د کارکوونکو د چارو د رئیس، محترم مفتي رحمت الله حلیم په مشرۍ او د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې، مالیې وزارت او د چارو ادارې د استازو په غړیتوب یوه تخنیکي کمېټه جوړه شوه. یادې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د دغو مرکزونو تشکیل، اسناد، بودیجه، دفترونه، منقول او غیر منقول مالونه، وسایط، تجهیزات، تأسیسات او نور معلومات او امکانات تثبیت او راپور یې پلاوي ته وړاندې کړي.

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم له مخې، په مرکز او ولایتونو کې د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو مسئولیت د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه جلا او د عدلیې وزارت ته لېږدول شوی دی او له دې وروسته د یادو مرکزونو چارې د دغه وزارت له خوا اداره کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۶
Background image

د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد رسمي کار پیل شو

 د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS