د کابل په بګرامۍ ولسوالۍ کې «د احسان مېنې» ښارګوټي په نوم څه باندې ۶۹ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي حکم په اساس امارتي ثابته شوه

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۰:۵۱
.

 د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې په کابل کې د احسان مېنې ښارګوټي په نوم د څه باندې ۳۶۴ جریبه ځمکې د اسنادو او مدارکو په بررسۍ سره، پرېکړه وکړه چې ۶۹.۴۵ جریبه یې امارتي ده.

دا ځمکه د کابل بګرامۍ ولسوالۍ په کمري کلي کې موقعیت لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع بررسي کړې وه او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې د یادې شوې ځمکې دوسیه په رسمي توګه د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.

یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې بررسۍ او اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته پرېکړه وکړه چې ۶۹.۴۵ جریبه ځمکه یې امارتي ملکیت دی.

د هېواد په کچه د امارتي غصب شویو ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په کلکه جریان لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون، ولایتي تخنیکي هیئتونه یې او اړوندې اختصاصي محکمې د اسنادو، مدارکو او د امارتي ادارو اړوندو معلوماتو له دقیقې بررسۍ څخه وروسته، د امارتي  غصب شویو ځمکو په هکله پرېکړې کوي.