د افغانستان د خصوصي روغتونونو د اتحادیې د ریاست د پُست لپاره د نوم لیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا
د هېواد د یو شمېر خصوصي روغتونونو مسؤولینو په دې وروستیو کې له عدلیې وزارت څخه په یوه رسمي غوښتنلیک کې د خصوصي روغتونونو د اتحادیې د جوړېدو غوښتنه کړې ده چې د دغه وزارت اړوندې برخې یادې اتحادیې ته د جواز صادرولو د رسمي پړاوونو په تېرولو بوختې دي.
پر همدې اساس د عدلیې وزارت د افغانستان د ټولو خصوصي روغتونونو مسؤولینو ته خبر ورکوي چې د یادې اتحادیې د ریاست پُست ته د نوم لیکنې لپاره، له نن ورځې څخه د روان هجري لمریز کال تر ۱۵مې نېټې پورې د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست ته خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړي. د یادې نېټې له پای ته رسېدو څخه وروسته هیڅ ډول غوښتنلیک د منلو وړ نه دی.
د یادونې وړ ده چې د غوښتنلیک د ثبتولو پر مهال د تذکرې کاپي، د تحصیلي اسنادو کاپي او د اړوند روغتون د اسنادو کاپي الزامي دي.
