د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سېشنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې سیالۍ له لارې واخیسته.
په دې ازموینه کې چې د عدلیې وزارت په مقر کې واخیستل شوه، د کارکوونکو چارو ریاست او د دغه وزارت د نورو برخو مسؤولینو حضور درلود او د ازموینې له بهیر څخه یې څارنه وکړه.
د ازموینې په پیل کې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست مسؤولینو د یادو بستونو د اهميت، د ازموینې د ډول او د پوښتنو څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او هم یې ګډونوالو ته د ازموینې پروسې له روڼتیا څخه ډاډ ورکړ.
په دې ازموینه کې د ګډون لپاره ۶۱ تنه په شرایطو برابر پېژندل شوي وو او له دې جملې څخه ۴۶ تنو په ازموینه کې ګډون وکړ او د یادو بستونو ترلاسه کولو لپاره یې په خپلو کې سیالي وکړه.
