د کنړ ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۳۶
.

 د کنړ ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د شوال د مياشتې په ۲۷ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي روح الله روحاني په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې، دکنړ ولایت د عدلیې رئيس په خپلو خبرو کې  وويل چې د اسلامي امارت د نظام د بقا په خاطر باید ټول په ګډه سره هلې ځلې وکړو او خپلو خلکو ته په پوره ایمان دارۍ او صداقت سره خدمت ترسره کړو.

نوموړي همدارنګه،  د عدلیې ریاست  کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، وخت او حاضرۍ ته د پابندي کولو، د اخلاص درلودلو، د کارکوونکو تر منځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.

په دې ناسته کې د عدلیې ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۱
Background image

اختتام برنامه آموزشی برای آمرین و کارمندان مرکزی و ولایتی ریاست مساعدت‌های حقوقی وزارت عدلیه

 برنامه های آموزشی شش روزه تحت عنوان «آموزش‌های اداری و مسلکی» که برای آمرین مرکزی و ولایتی و کارمندان ولایتی ریاست مساعدت‌های حقوقی وزارت عدلیه در مرکز برگزار شده بود روز پنجشنبه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۱:۲۰
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د مسئولیتونو پر مخ وړلو لپاره علم او اسلامي عقیده اساسي اړتیاوې وبللې

 د عدلیې وزارت مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر د جمادي الأولی د میاشتې په ۱۶مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د هېواد د ۳۴ ولایتونو د حقوقي مرستو له آمرینو سره چې په یوې زده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۶
Background image

د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد رسمي کار پیل شو

 د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

BACK TO NEWS