په سرپل ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۱:۴۹
.

 د سرپل ولایت عدلیې رياست د شعبان د مياشتې په ۲۷ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، په یاد ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستلو برنامه جوړه کړه.
د یادې برنامې په پرانیسته کې د عدلیې رياست مسؤولينو د ازموينې د شفاف والي ډاډ ورکړ او ټينګار یې وکړ چې عریضه ليکونکي دې د جواز له اخیستو وروسته خپل فعاليتونه د اصولو او قوانينو په رڼا کې ترسره کړي او په دې برخه کې له بشپړې امانت دارۍ او صداقت څخه کار واخلي.
په یاده ازموينه کې چې د عدليې رياست مسؤولينو، د ولایت د مقام او د استيناف محکمې استازو ترې څارنه وکړه، د فعالیت جواز ۷ تنو غوښتونکو برخه اخيستې وه.
د عدلیې وزارت په مرکز او عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې وخت په وخت د عریضه لیکنې د جواز له غوښتونکو څخه ازموينه اخلي، ترڅو وړ او با استعداد کسانو ته په قانوني او اصولي ډ‌ول جواز وویشل شي او د خلکو په کارونو کې هم آسانتياوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۴۶
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین او سرپرست، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او. . .

BACK TO NEWS