په غور ولایت کې د ۴ زره ۲۹۳ جریبه امارتي ځمکې تثبیت

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۴:۳۵
.

 د غور ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د رجب المرجب د میاشتې په ۱۲ مه نېټه، د دوشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه.

د تخنیکي هیئت په دې ناسته کې، د غور ولایت د مرکز اړوند په پشته ګاو مرک او نرکوه ساحو کې د درې زره درې سوه څوارلس (۳۳۱۴) جریبه ځمکې او د دولتیار ولسوالۍ په جوی سرخ او لکه مزار کلیو کې د نهه سوه نهه اویا (۹۷۹) جریبه ځمکو دوسیو په اړه بحث او خبرې وشوې او په ترڅ کې یې یادې ساحې امارتي تثبیت او تشخیص شوې.

هیئت پرېکړه وکړه چې د یادو ځمکو دوسیې دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

همدارنګه، په دې ناسته کې د غور ولایت په بېلابېلو ساحو کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۴۶

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین او سرپرست، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او. . .

BACK TO NEWS