په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۳۰ زرو تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې کېدل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۱:۵۸
.

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست په مرکز کې او ولایتي آمریتونو يې د روان کال د ربیع الثاني د میاشتې په اوږدو کې، د ۱۷۵برنامو په جوړولو سره ۳۰ زره او ۱۶۹ تنو هېوادوالو ته حقوقي پوهاوی وړاندې کړی.

دا برنامې د مرکز په شمول د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې جوړې شوي او په ترڅ کې یې ۵ زره او ۳۷۰ تنو په کابل، ۵ زره او ۲۸۳ تنو په بلخ، ۴ زره او ۷۱۷ تنو په غزني، ۲ زره او ۲۲۸ تنو په بغلان او پاتي نور په بېلابېلو ولایتونو کې له دغو برنامو څخه برخمن شوي دي.

په دغو برنامو کې د عدلیې وزارت د پېژندنې، د اسلامي شریعت د حکمونو په رڼا کې د اولادونو د روزنې، د هېوادوالو حقوقو او مکلفیتونو او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ترسره شوی.

دغه راز په دغو برنامو کې د حقوقي مرستې د څانګې مسلکي غړو په مرکز او ولایتونو کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې هغوی ته حقوقي مشورې وړاندې کړي.

د عدلیې وزارت، د مرکز په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چې خلک د خپلو حقوقو، وجایبو او مکلفیتونو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۴۶
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS