د عدلیې وزارت مسلکي معين د فاریاب ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۰:۵۹
.

د عدلیې وزارت د مسلکي معين، شيخ الحدیث مولوي عبدالکريم حيدر په مشرۍ د یاد وزارت د پلاوي د سفرونو په لړ کې، یاد پلاوي د ربیع الاول د میاشتې په شپاړسمه نېټه، فاریاب ولایت ته سفر وکړ.

د عدلیې وزارت پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د فاریاب ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه او خلکو ته د  خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی یې له نږدې بررسي کړ.

د عدلیې وزارت مسلکي معین او له هغه سره مل پلاوي د فاریاب  ولایت، عدلیې ریاست له کارکوونکو او مسؤولیونو سره په کتنه کې، هغوی ته د چارو ښه پرمخ وړلو او خلکو ته د خدمت کولو په برخه کې توصیه وکړه او په دې هکله یې لازمې لارښوونې وکړې.

پلاوي د فاریاب ولایت د عدلیې ریاست د کارکوونکو د فعالیت د څرنګوالي په بررسۍ سره، د کاري نیمګړتیاو لرې کولو په برخه کې هم هغوی ته لازمې توصیې وکړې.

په ورته مهال، د عدلیې وزارت مسلکي معين د فاریاب ولایت له یو شمېر مدافع وکيلانو سره هم یوه ناسته جوړه کړه، د هغوی ستونزې یې وارېدې او د حل په برخه کې یې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۴۶
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS