په جوزجان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې د ۱۰ دفترونو نظارت کېدل

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۱۳:۲۵
.

د  جوزجان ولایت د معاملاتو لارښوونې له دفترونو څخه نظارتي پلاوي، د ربیع‌الاول د مياشتې په ۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد پلاوي د دغه نظارت او بررسۍ په ترڅ کې، د معاملاتو لارښوونو د دفترونو متصدیانو ته د شته نيمګړتياو د اصلاح او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په اړه لازمې توصیې وشوې.

د معاملاتولارښوونې له دفترونو څخه د نظارت پلاوی چې د جوزجان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ رامنځته شوې، په دوامداره توګه په یاد ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دفترونه تر نظارت او بررسۍ لاندې نیسي تر څو د غيرقانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۶
Background image

د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد رسمي کار پیل شو

 د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS