د سرپل ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۵:۵

د سرپل ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د صفرالمظفر د  مياشتې په ۳۰ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د سرپل ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالرازق مرزوقی په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارمندانو په ګډون سره جوړه شوه.

په دې ناسته کې، د سرپل ولایت عدلیې رئیس د امیرانو له اوامرو څخه د اطاعات، د هغو ګټې او له اسلامي شریعت سره سم د کارمندانو ترمنځ د همکارۍ او د ورورولۍ چلند په اړه خبرې وکړې او د یاد ریاست له کارمندانو څخه یې وغوښتل چې له دغو مواردو څخه اطاعت وکړي.

په دې ناسته کې د عدلیې ریاست کارمندانو ته په وخت د چارو د اجرا، خپل ترمنځ د متقابل احترام او له مراجعینو سره د ښه چلند په برخه کې لازمې توصیې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۶
Background image

د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد رسمي کار پیل شو

 د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS