د عدلیې وزارت کارمندانو لپاره د پوهاوي ورکولو برنامه جوړېدل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۱۵:۵۱
.

د عدلیې وزارت د بشري سرچينو رياست د ظرفیت لوړونې آمریت،  د ‌ذوالقعدې د مياشتې په ۲۵ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د اوبو او انرژۍ وزارت په همکارۍ د یاد وزارت د مرکزي رياستونو  یو شمېر کارکوونکو ته د پوهاوي ورکولو یوه ورځنۍ برنامه جوړه کړه.
په دې برنامه کې چې د انرژۍ سپما تر سرلیک لاندې جوړه شوه، د عدلیې وزارت له بېلابېلو مرکزي رياستونو څخه ۱۸۸ کارمندانو ګډون درلود، او د انرژۍ د ډولونو، د انرژي سرچینو، د انرژۍ سپما او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه هر اړخيز معلومات ترلاسه کړل.
د عدلیې وزارت د بشري سرچينو ریاست د ظرفیت لوړونې امریت، د کارمندانو د ظرفیت لوړولو په موخه ورته برنامې جوړوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۶
Background image

د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد رسمي کار پیل شو

 د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS