په میدان وردک ولایت کې څه باندې ۳۰۰۰ جریبه ځمکه بررسي شوه

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۵ - ۱۴:۳۷
.

د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۱۶ نېټه د چهارشنبې په ورځ د یو مدعی شخص له خوا د وړاندې شویو سندونو د تطبیق په منظور د یاد ولایت په مرکز کې د اداري اصلاحاتو ښارګوټي ته سفر وکړ. 

د دغه شخص له خوا په وړاندې شويو سندونو کې ۳۲۵۹.۶۶۸۶ جریبه ځمکه شامله ده او یاد شخص د هغې د ۵۹۵ جریبه د استملاک غوښتونکی دی.

تخنیکي هیئت وړاندې شوي سندونه د یاد شوي شخص په حضور کې بررسي او په ساحې کې تطبیق کړل او په هغو کې د یادو شویو حدودو کروکي ترلاسه کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۶
Background image

د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد رسمي کار پیل شو

 د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS