میدان وردک ولایت کې څه دپاسه ۸۹۰۰۰ جریبه ځمکه تثبیت او تشخیص شوې ده

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۴ - ۱۴:۴۲
.

د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ذوالقعدې میاشتې په ۲۴ نېټه د سه شنبې په ورځ له محکمو سره د همغږۍ د تامین په منظور د میدان وردک د والي په حضور سره د یاد ولایت په مقام کې ناسته جوړه کړه.

په دغې ناسته کې، تخنیکي هیئت د یاد هیئت رامنځته کیدلو له پیل څخه تر دې دمه د یاد ولایت له والي سره د خپل لاسته رواړنو راپور شریک کړ. د دغه راپور په اساس، د میدان وردک ولایت تخنیکي هیئت تر دې دمه ۸۹۱۱۴ جریبه ځمکه تثبیت او تشخیص کړې ده.

یاد شوي هیئت خپل ځینې ستونزې هم له والي سره شریکې کړې. د میدان وردک ولایت والي د هغوی د ستونزو د حل او فصل ژمنه وکړه او د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې اړوندو مراجعو ته لازمې لاښوونې وکړې.

په دغې ناسته کې، د تخنیکي هیئت او د محکمو ترمنځ د ګډو دوسیو په اړه هم بحث وشو  او پریکړه وشوه چې یوازې هغه دوسیه تخنیکي هیئت ته واستول شي چې عامه مرعی، وقفي او امارتي ځمکې په کې شاملې دي او د اشخاصو او کلیو ترمنځ دوسیې هیئت ته راجع نه شي.

دغه راز په دغې ناسته کې پریکړه  وشوه چې د غصب شویو ځمکو د غصب او استرداد موضوعاتو بررسۍ په منظور، د ځانګړې محکمې د جوړیدلو وړاندیز وشي او یا هم مرکزي کمېسیون د یاد ولایت د غصب دوسیې په جدي او چټک ډول بررسي کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۶
Background image

د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد رسمي کار پیل شو

 د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS