د خوست ولایت تخنیکي هیئت خیرالناس کلي ته ولاړ او عملي اقدامات یې ترسره کړل

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۷ - ۱۱:۳۲
.

د خوست ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ذوالقعدې میاشت په ۵ نېټه د پنجشنبې په ورځ خیرالناس کلي ته ولاړ او د یو غاصب پواسطه جوړ شوي دیوالونه یې ویجاړ کړل.

یاد غاصب ته وړاندې لارښوونه شوې وه چې دغې ساحه کې له کار څخه ډډه وکړي خو نوموړي خپل کار ته دوام ورکړی وو. د یادو دیوالونو د ویجاړولو عملیات د ولایت د مشرتابه مقام او د امنیه قوماندانۍ د شنې قطعې په همکارۍ ترسره شول او پر یاد شوي غاصب ټینګار وشو چې راتلونکي کې له دغه راز کار څخه ډډه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۶
Background image

د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد رسمي کار پیل شو

 د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS