د کنړ او نورستان ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې جوړې شوې

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۹ - ۹:۴۲
.

د کنړ او نورستان ولایتونو د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې د دوو تېرو ورځو په ترڅ کې د هیئتونو د رئیسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

د کنړ ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د بحر آباد د ذکورو لیسې موضوع بررسي شوه او یو څلور کسیز ټیم موظف شو ترڅو له نږدې له ساحې څخه لیدنه او بررسي ترسره کړي او خپل راپور راتلونکې ورځ وړاندې کړي.

د شونکړۍ ساحې د موضوع په اړه هم بحث وشو او پریکړه وشوه چې هیئت ساحې ته ولاړ شي او له نږدې څخه د ساحې بررسي ترسره کړي او وروسته لازم تصمیم ونیسي.

دغه راز  ښاروالۍ او د ټولګټو ریاست ترمنځ د موضوع په اړه پریکړه وشوه چې راتلونکې غونډې ته له دواړو ادارو څخه استازي حاضر شي او خپل سندونه او دلایل وړاندې کړي.

په دغې ناسته کې د پوهنتون موضوع هم بررسي شوه او هم تخنیکي هیئت راتلونکې غوڼدې ته، د خوړو د مدیرت استازې له دغې ادارې څخه د استول شویو دوسیو په تړاو وغوښتل شو.

.

په همدې حال کې د نورستان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه او د هیئت غړو په کې د تېرې اوونۍ د فعالیتونو په اړه بحث او خبرې وکړې.

یاد تخنیکي هیئت د فعالیتونو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او پریکړه یې وکړه چې ژر تر ژره د نورستان له والي سره غونډه جوړه کړل شي او د مهمو موضوعاتو په اړه له نوموړي سره خبرې او مشوره وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۶
Background image

د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد رسمي کار پیل شو

 د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS