د جوزجان، بدخشان او ارزګان ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې جوړې شوې

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۵
.

د جوزجان، بدخشان او ارزګان ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هيئتونو د رییسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او دغو ولایتونو کې د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې، بحث وشو او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

د جوزجان ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې، ددغه هیئت کاري کړنلاره جوړه شوه او دغه کړنلاره مرکزي کمېسیون ته هم واستول شوه.

دغه راز په یاده ناسته کې د خواجه دو کوه او قوشتپه ولسوالیو د عامه مرعی ځمکو د بررسۍ په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې هیئت راتلونکې ورځ ساحې ته ولاړ شي او ساحه له نږدې بررسي کړي.

.

په همدې حال کې د بدخشان ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې، ددغه هیئت رییس کابل ته د خپل د سفر راپور د یاد هیئت غړو ته وړاندې کړ.

دغې ناسته کې، یاد شوي هیئت د تثبیت شوو ساحو پر جدي مراقبت او نظارت ټینګار وکړ او  د بهارک ولسوالۍ په دشت کوکچه حصار کې د سپین زر شرکت د ۱۶۳۹ جریبه غصب شوې ځمکې پر ملکیت د عملي کار د پیل په اړه تصمیم ونیو. دغه راز هیئت د راتلونکې اوونۍ له پاره یو کاري پلان جوړ کړ.

پر دې سربېره د ارزګان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته هم جوړه شوه او یاد هیئت د ترینکوټ اړوند له سینانو ساحې څخه لیدنه وکړه.

 دغه راز یاد هیئت د کوچکین له هدیرې او ۳ ناحیې کې له یو انګړ څخه لیدنه وکړه.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۶
Background image

د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد رسمي کار پیل شو

 د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS