د ځمکې د شخړو د حل د کمېسیون دوه یمه غونډه جوړه شوه

waheed
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۴ - ۱۱:۴۳

د ځمکې د شخړو د حل د کمېسیون دوه یمه غونډه د ۱۴۰۱ کال د وري د میاشتې په ۳۰ نېټه د سه شنبې په ورځ د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د سرپرست شیخ الحدیث مولوي صاحب عبدالحکیم شرعي په مشرۍ جوړه شوه.

په دې غونډه کې د کمېسیون نورو غړو هر یوه د ښار جوړولو او اراضۍ وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د لويې څارنوالۍ سرپرست مولوي شمس‌الدین پهلوان، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالرحمن راشد، د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال او د اسلامي امارت د چارو د ادارې د انسجام مرستیال شیخ نورالحق انور برخه لرله.

د کمېسیون غړو په دې غونډه کې په هغې طرحې باندې چې د عدلیې وزارت د قانون جوړونې لخوا د دولتي ځمکو له غصب څخه د مخنیوي لپاره برابره شوې بحث وکړ او نظر یې سره شریک کړ او خپل اصلاحي نظرونه یې د دې طرحې د بډاینې په منظور مطرح کړل.

په دې غونډه کې پرېکړه وشوه ترڅو یاده طرحه د مطرح شویو اصلاحي وړاندیزونو په پام کې نیولو سره اصلاح او د کمېسیون راتلونکې غوندې ته دې وړاندې شي.

د ځمکې د شخړو د حل کمېسیون د عالي قدر امیرالمؤمنین د لارښوونې پر بنسټ د کابینې په هغې فوق العاده غونډه کې چې په قندهار ولایت کې جوړه شوې وه، د عدلیې وزارت د سرپرست شیخ الحدیث مولوي صاحب عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د اړوندو ادارو په غړیتوب جوړ شوی دی تر څو د دولتي ځمکو له غصب څخه مخنیوۍ وکړي او هم د ځمکې د شخړو د حل په برخه کې اقدام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۱
Background image

اختتام برنامه آموزشی برای آمرین و کارمندان مرکزی و ولایتی ریاست مساعدت‌های حقوقی وزارت عدلیه

 برنامه های آموزشی شش روزه تحت عنوان «آموزش‌های اداری و مسلکی» که برای آمرین مرکزی و ولایتی و کارمندان ولایتی ریاست مساعدت‌های حقوقی وزارت عدلیه در مرکز برگزار شده بود روز پنجشنبه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۱:۲۰
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د مسئولیتونو پر مخ وړلو لپاره علم او اسلامي عقیده اساسي اړتیاوې وبللې

 د عدلیې وزارت مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر د جمادي الأولی د میاشتې په ۱۶مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د هېواد د ۳۴ ولایتونو د حقوقي مرستو له آمرینو سره چې په یوې زده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۶
Background image

د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد رسمي کار پیل شو

 د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

BACK TO NEWS