په کندز ولایت کې ۲۵ جریبه امارتي ځمکه استرداد شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۴ - ۱۴:۵۴
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۷ نېټې د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ۳ بسوې وقفي ځمکې او د امام صاحب د ولسوالۍ په مجر ساحې کې د ۲۵ جریبه امارتي ځمکې دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

یاد هیئت د امام صاحب د مجر ساحې ۲۵ جریبه امارتي ځمکه د هغې له متصرف څخه د لیکل شوي اقرارلیک له اخیستلو څخه وروسته هغه استرداد کړه او د خیرآباد ساحې د څړځای د بررسۍ په منظور یو پلاوی تعیین کړ ترڅو ساحه له نږدې بررسي او راپور یې دغه هیئت ته وړاندې کړي.

دغه هيئت د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۸ نېټې د دوشنبې په ورځ هم غونډه جوړه کړه او د حضرت امام صاحب د حلقه کول ساحې د ۶۳۵ جریبه ځمکې دوسیه په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او امارتي تثبیت شوه.

په دغې ناسته کې د کلباد ولسوالۍ د قطغن قرسي، چغر او آلچین ساحو د ۱۶۰ جریبه ځمکې دوسیه هم بررسي شوه او پریکړه وشوه چې یاده دوسیه د څېړنو له بشپړولو څخه وروسته مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

یاد شوی هیئت له ناستې څخه وروسته د علي آباد ولسوالۍ چیپ ګذر ساحې ته ولاړ او په دغې ساحې کې ۳۰۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه او د کادستر مسؤلینو ته یې هم لارښوونه وکړه چې یاده ساحه مساحت، سکیچ او کروکي کړي او د هغې دوسیه بشپړه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۶
Background image

د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد رسمي کار پیل شو

 د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS