په کندز ولایت کې د څه باندې ۵ زره جريبه امارتي ځمکې تثبيت او تشخیص

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۴:۱۶
.

 د کندز ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هيئت ناسته، د رجب المرجب د مياشتې په ۲۵ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د امام صاحب ولسوالۍ اړوند په قره کوترمه ساحه کې د پنځه زره (۵۰۰۰) جريبه ځمکې او د قلعه ذال ولسوالۍ په چهار ګلتپه او وکيل جنګل ساحو کې د څه باندې يو ويشت (۲۱) جريبه ځمکو دوسيې تر  بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او په ترڅ کې يادې ځمکې امارتي تثبيت او تشخیص شوې.
هيئت پرېکړه وکړه چې د يادو ځمکو دوسيې دې د وروستۍ پرېکړي په موخه مرکزي کمېسیون ته واستول شي.
همدارنګه، په دې ناسته کې د کندز ولایت په کچه د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسيې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۴۶

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین او سرپرست، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او. . .

BACK TO NEWS