په کابل ښار کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو
د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د صفر المظفر د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د ۱۰ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.
د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو د وکیلانو د فعالیت جوازونه، مهرونه، لوحې، د ثبت کتابونه او نور موضوعات تر بررسۍ لاندې ونیول شول.
پلاوي د دغو دارالوکالو په چارو کې یو شمېر نيمګړتياوې هم مشخصې کړې او مدافع وکیلانو ته یې د لرې کولو په موخه لازمې توصیې وړاندې کړې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غیرقانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.
