په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو
د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د تېرې اونۍ په اوږدو کې د کابل ښار په څلورمې او لسمې ناحیو کې د ۱۲ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.
د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو د وکیلانو د فعالیت جوازونه، مهرونه، لوحې، د ثبت کتابونه او نور موضوعات تر بررسۍ لاندې ونیول شول او دوې دارالوکالې د سرغړونو له امله وتړل شوې.
پلاوي د نورو دارالوکالو په چارو کې یو شمېر نيمګړتياوې هم مشخصې کړې او مدافع وکیلانو ته یې د لرې کولو په موخه لازمې توصیې وکړې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غیر قانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.
