په هرات ولایت کې د عریضه‌لیکونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه زده‌کړیزه برنامه جوړه شوه

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۰:۳
.

 د هرات ولایت د عدلیې ریاست د رجب‌المرجب د میاشتې په ۲۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د هرات ښار یو شمېر عریضه‌لیکونکو ته د عریضه‌لیکنې د اصولو تر عنوان لاندې زده‌کړیزه برنامه جوړه کړه.
په دې برنامه کې چې د هرات ولایت د استیناف او ښاري محکمو، د عدلیې ریاست مسؤولینو او یو شمېر عریضه‌لیکونکو ګډون درلود، د هرات د عدلیې رئیس مولوي یار محمد جانان خادمي خبرې وکړې او ویې ویل چې د هرې دعوې اساس او بنسټ له عریضې پیلېږي؛ نو اړینه ده چې د عریضه‌لیکنې پر مهال پوره دقت وشي، د اصولو او قوانینو رعایت وشي او مطالب په دقیق ډول ولیکل شي.
همدارنګه، په دې برنامه کې نورو مسؤلینو هم د عریضه‌لیکونکو د دندو او مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې عریضه باید د هېواد د نافذه قوانینو او شرعي اصولو په رڼا کې ولیکل شي.
د هرات ولایت د عدلیې ریاست د خلکو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، وخت په وخت د عریضه‌لیکونکو لپاره زده‌کړیزې برنامې ترسره کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۴۶
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین او سرپرست، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۲
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS