په ننګرهار ولایت کې له ۲۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۴۱
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د مرکز، جلال آباد ښار په څلورمه ناحیه کې له ۲۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.

مؤظف پلاوي، د یادو دارالوکالو نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د ستونزو او نیمګړتیاوو د لرې کولو په هکله یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو له غير قانوني فعالیتونو څخه مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۴۶
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین او سرپرست، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۲

BACK TO NEWS