په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو متصديانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړ شو

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۳:۲۹
.

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د انسجام آمریت د محرم الحرام د مياشتې په ۲۱ مه نېټه د شنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د معاملاتو لارښوونې د دفترونو یو شمېر متصديانو لپاره د چارو د ښه والي، په قانوني ډول د فعاليتونو ترسره کول او د مالیاتو ورکولو او د نورو ورته موضوعاتو پوهاوي په موخه زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.
په یاده زده کړه ییزه برنامه کې  ګډونوالو ته د معاملاتو لارښووني دفترونو د مسؤوليتونو او دندو په اړه هر اړخيز معلوماتو وړاندې شول او په سمه توګه له كتابونو او سټو څخه د ګټې اخیستنې لارې چارې وروښودل شوې.
همدارنګه په دې زده کړه ییزه برنامه کې د ننگرهار ولایت د مستوفیت مسؤولینو هم ګډون کړی وو چې، د مالياتو تادیې په اړه یې لارښوونې وکړې او په دې برخه کې یې له کتمان څخه د ځان ساتنې په اړه لازمې توصیې وکړې.
د یادې برنامې په پای کې د ګډونوالو پوښتنې او ستونزې په دقت سره واوریدل شوې او د هغو د حل په برخه کې ډاډ ورکړل شو.
د یادونې وړ ده چې د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست په پام کې لري، په یاد ولایت کې د موجودو معاملاتو لارښوونې ټولو دفترونو متصدیانو ته د چارو د ښه والي، په قانوني ډول د فعاليتونو ترسره کول او د مالیاتو تادیه کولو په موخه ورته روزنيزې برنامې جوړې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۶
Background image

د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد رسمي کار پیل شو

 د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS