په بلخ ولایت کې د څه باندې ۹۴۵۹ جریبه امارتي ځمکې تثبيت او تشخیص

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۴:۵۲
.

د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د رجب المرجب د میاشتې په ۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د یاد ولایت په بلخ او نهر شاهي ولسواليو کې د نهه‌زره یو سلو څلور شپېته (۹۱۶۴) جریبه ځمکې، د مزار شريف په شاديان دښته کې د دوه‌سوه پنځوس (۲۵۰) جریبه ځمکې او د شولګرې ولسوالۍ اړوند په سترکوټ کلي کې د څه باندې دري څلوېښت (۴۳) جریبه ځمکو دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په ترڅ کې یې یادې ساحې امارتي تثبیت او تشخیص شوې.

هيئت پرېکړه وکړه چې د یادو ځمکو دوسیې دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.

همدارنګه، په دې ناسته کې د بلخ ولایت په بېلابېلو ساحو کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه يې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۴۶

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین او سرپرست، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او. . .

BACK TO NEWS