زابل ولایت کې ۸۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۷ - ۹:۵۰
.

د زابل ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه. یاد هیئت، ددغه ولایت په غلام رباط ولسوالۍ کې ۸۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه او اړوند مسوولینو ته یې د ساتنې په اړه لارښوونه ورکړه.

دغه هیئت، قلات ښار کې د حاجي قدرت الله کاروان سرای په اړه د مرکز کمېسیون لیک عملي شو او د شهر صفا ولسوالۍ مرکز کې د خلکو تر دعوا لاندې د ۷۷ جریبه ځمکې د تثبیت په منظور یو هیئت تعیین کړ.

په همدې حال کې، د پکتیکا ولایت د تخنیکي هیئت ناسته د یاد هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پکې د تاوکچی، کمکي قره باغ ځمکو او دوو تنو تر دعوا لاندې ځمکو په اړه بحث او خبرې وکړې او دغې برخه کې د معلوماتو راټولو په منظور یو تخنیکي هیئت وګمارل شو.

.

دغې ناسته کې د ځینو نورو موضوعاتو په اړه هم لازم تصمیمونه ونیول شو او د ځینو افرادو عریضې بررسي شوې او پریکړه وشوه چې راتولنکي غونډې ته یو شمېر عارض اشخاصو وغوښتل شي.

پر دې سربېره، د پکتیا ولایت تخنیکي هیئت د روحاني بابا او زرمت ولسوالي کې د دوه تحقیقاتي فارمونو سیمو څخه لیدنه وکړه.

یاد هیئت له روحاني بابا او نیک نام څیړنیز فارمونو څخه لیدنه وکړه او د یادو سیمو له قومي مشرانو سره يې د ځمکې د غصب د مخنیوي مقررې د تشریح په منظور وکتل. دغه راز هیئت دغې برخه کې دخلکو د همکارۍ غوښتونه وکړه.

یاد هیئت سیمه ییزو خلکو ته وویل چې ډیر ژر دغې سیمه کې عملي کار پیلېږي او هیچا ته اجازه نه ورکول کیږي چې پخپلسر امارتي ځمکې غصب کړي.

یاد هیئت د روحاني بابا او نیک نام څیړنیز فارمونو جي پي اس ټکي واخیستل ترڅو د غصب شوې ځمکې اندازه یې مشخصه شي. هیئت پریکړه وکړه چې راتلونکي ورځ د یادې سیمې اوسیدونکو ته استعلام ورکړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۱
Background image

اختتام برنامه آموزشی برای آمرین و کارمندان مرکزی و ولایتی ریاست مساعدت‌های حقوقی وزارت عدلیه

 برنامه های آموزشی شش روزه تحت عنوان «آموزش‌های اداری و مسلکی» که برای آمرین مرکزی و ولایتی و کارمندان ولایتی ریاست مساعدت‌های حقوقی وزارت عدلیه در مرکز برگزار شده بود روز پنجشنبه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۱:۲۰
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د مسئولیتونو پر مخ وړلو لپاره علم او اسلامي عقیده اساسي اړتیاوې وبللې

 د عدلیې وزارت مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر د جمادي الأولی د میاشتې په ۱۶مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د هېواد د ۳۴ ولایتونو د حقوقي مرستو له آمرینو سره چې په یوې زده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۶
Background image

د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد رسمي کار پیل شو

 د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

BACK TO NEWS