د پکتیکا ولایت خیرکوټ ولسوالۍ کې له ۲۸ زرو جریبو څخه زیاته ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۳ - ۱۱:۸
.

د پکتیکا ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د یاد ولایت خیرکوټ ولسوالۍ ته سفر وکړ او له هغې ځمکې څخه چې دغې ولسوالۍ کې د کټه سنګ او سیګاني خلکو د مالکیت تر ادعا لاندې ده، لیدنه وکړه.

د یادو سیمو اوسیدونکي هیڅ ډول شرعي سندونه چې د هغوی ملکیت ثابت کړي، هیئت ته وړاندې نشو کړای. د یادو سیمو کروکي د هیئت لخوا واخیستل شوه او ځمکه يې چې ۲۸۱۱۴ جریبه ده، د هیئت لخوا امارتي تثبیت او تصفیه شوه. هیئت تر راتلونکې لارښوونې هر ډول تصرف دغې سیمه کې منع اعلام کړ.

.

په همدې حال کې، د پنجشیر ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په هغې کې د شتل ولسوالۍ د غصب شوو سیمو او د یادو سیمو له بررسۍ څخه د موظف ټیم راپور وړاندې کولو په منظور، بحث او د نظر تبادله وشوه.

د راپور پر بنیاد، دغې ولسوالۍ کې ۱۴ جریبه ځمکه چې د ۲۱ تنو تصرف کې ده، د هیئت لخوا سکیچ شوې او ۱۲ جریبه نوره استرداد شوې ځمکه هم د هیئت تر نظارت لاندې نیول شوې ده.

دغې ناسته کې، کرنې ریاست له لوري د امارتي ځمکو څخه پر ساتنې ټینګار وشو او پریکړه وشوه چې ټولو ولسوالیو ته لیک ورکړل شي چې دولتي ځمکو کې د جوړولو او ودانولو کارونو مخنیوی وکړي.

دغه راز پریکړه وشوه چې د شتل ولسوالۍ د امارتي ځمکو غاصب اشخاص جلب شي او له هغوی څخه سندونه وغوښتل شي.

پر دې سربېره، د کاپیسا ولایت تخنیکي هیئت د ریګ روان دښتې له اوسیدونکو سره د یاد ولایت په عدليې ریاست کې وکتل او هغوی ته یې د امیرالمومنین حفظه الله د فرمان او د ځمکو د غصب د مخنیوي په اړه معلومات وړاندې کړل.

هیئت له ځايي اوسیدونکو سره د ریګ روان دښتې غصب شوو سیمو په اړه بحث وکړ او له هغوی څخه يې وغوښتل چې خپل سندونه هیئت وړاندې کړي ترڅو له بررسۍ او تثبیت څخه وروسته، د امارتي ځمکو استرداد بهیر پیل شي.

.

د جوزجان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته هم د هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې مرنجان کلي کې له ۷۴ جریبو څخه زیاتې غصب شوي ځمکو اړوند سندونه او څیړنې بشپړې شوي او د وړاندیزې راپور په ترڅ کې ترتیب او مرکزي کمېسیون ته وړاندې شي.

یو شمېر استعلامونه د امارتي ځمکو غیر شرعي متصرفینو او ځینو ادارو ته واستول شول او دغه راز د غصب شو څړځایونو په اړه یو لیک کمېسیون ته استول شوی دی. د ۴۰۰ جریبه وقفي ځمکې  په اړه چې له شخصي ځمکو سره مخلوط دي، هم یو لیک مرکز کمېسیون ته واستول شو.

دغې ناسته کې، د کرنې ریاست موظف شو چې خپل اړوند غصب شوو ځمکې د کمېسیون له فارمټ سره سم د تخنیکي هیئت غونډې ته وړاندې کړي ترڅو دغې برخه کې اجراآت وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۱
Background image

اختتام برنامه آموزشی برای آمرین و کارمندان مرکزی و ولایتی ریاست مساعدت‌های حقوقی وزارت عدلیه

 برنامه های آموزشی شش روزه تحت عنوان «آموزش‌های اداری و مسلکی» که برای آمرین مرکزی و ولایتی و کارمندان ولایتی ریاست مساعدت‌های حقوقی وزارت عدلیه در مرکز برگزار شده بود روز پنجشنبه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۱:۲۰
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د مسئولیتونو پر مخ وړلو لپاره علم او اسلامي عقیده اساسي اړتیاوې وبللې

 د عدلیې وزارت مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر د جمادي الأولی د میاشتې په ۱۶مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د هېواد د ۳۴ ولایتونو د حقوقي مرستو له آمرینو سره چې په یوې زده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۶
Background image

د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد رسمي کار پیل شو

 د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

BACK TO NEWS